د روهنګيا د مسلمانانو بېرته راوستلو هڅې كوو۔ ميانمار

ينګون 29 ستمبر (اے پي پي) د ميانمار د خارجه چارو وزير چا تنت سوے وئيلي دي چې حكومت د بنګله دېش څخه د روهنګيا كډوالو د بېرته راوستلو په عمل كښې بوخت دے۔ په خپل يو بيان كښې ده وئيلي دي چې حكومت هڅې كوي چې دا خلق د راستنېدو نه پس په خپلو پخوانو كورونو كښې په ښه ماحول كښې آباد كړې شي۔ د يادنې وړ ده چې …

ينګون 29 ستمبر (اے پي پي) د ميانمار د خارجه چارو وزير چا تنت سوے وئيلي دي چې حكومت د بنګله دېش څخه د روهنګيا كډوالو د بېرته راوستلو په عمل كښې بوخت دے۔ په خپل يو بيان كښې ده وئيلي دي چې حكومت هڅې كوي چې دا خلق د راستنېدو نه پس په خپلو پخوانو كورونو كښې په ښه ماحول كښې آباد كړې شي۔ د يادنې وړ ده چې د ملګرو ملتونو او د بنګله دېش ترمېنځه په دې لړ كښې د مشورې عمل روان دے۔

مزید خبریں