قاهره 29 ستمبر (اے پي پي) د مصر په شمالي سينا سيمه كښې د داعش په بريد كښې 7 مصري عسكر وژل شوي دي٬ په بريد كښې يو عام وګړې هم وژل شوے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې امنيتي سرچينو وئيلي دي چې په بريد كښې دوه عسكر ژوبل شوي هم دي۔ داعش د بريد ذمه واري قبوله كړې۔ د خبري اژانس عمق لخوا جاري شوي بيان له …
د مصر په شمالي سينا سيمه كښې د داعش په بريد كښې 7 مصري عسكر وژل شوي دي

مزید خبریں
قاهره 29 ستمبر (اے پي پي) د مصر په شمالي سينا سيمه كښې د داعش په بريد كښې 7 مصري عسكر وژل شوي دي٬ په بريد كښې يو عام وګړې هم وژل شوے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې امنيتي سرچينو وئيلي دي چې په بريد كښې دوه عسكر ژوبل شوي هم دي۔ داعش د بريد ذمه واري قبوله كړې۔ د خبري اژانس عمق لخوا جاري شوي بيان له مخې داعش د 15 عسكرو وژلو ادعا كړې۔ د مصر د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې امنيتي ځواكونو په شمالي او مېنځنې سينا سيمه كښې د څه مودې راسې 118 عسكريت خوښي وژلي دي۔ په بيان كښې نور تفصيلات نه دي وركړې شوي۔









