نيويارك 27 ستمبر (اے پی پی) د هندي وزيراعظم نريندر مودي د خطاب پھ مهال د ملګرو ملتونو ودانۍ په خوا كښې احتجاج وكړې شو او مظاهرچيانو د كشميريانو په حق او د مودي په ضد نعرې اووهلې ۔پھ مظاهرچيانو كښې په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو٬كشميريانو او او د سكهانو پشمول د نورو كميونټيز كسان هم شامل وو۔په مظاهره كښې ګډون كوونكو په مقبوضه كشمير كښې 80 لكه كشميريان محاصره٬لاك …
د هندي وزيراعظم نريندر مودي د خطاب پھ مهال د ملګرو ملتونو ودانۍ په خوا كښې احتجاج

مزید خبریں
نيويارك 27 ستمبر (اے پی پی) د هندي وزيراعظم نريندر مودي د خطاب پھ مهال د ملګرو ملتونو ودانۍ په خوا كښې احتجاج وكړې شو او مظاهرچيانو د كشميريانو په حق او د مودي په ضد نعرې اووهلې ۔پھ مظاهرچيانو كښې په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو٬كشميريانو او او د سكهانو پشمول د نورو كميونټيز كسان هم شامل وو۔په مظاهره كښې ګډون كوونكو په مقبوضه كشمير كښې 80 لكه كشميريان محاصره٬لاك ډاؤن پشمول د كرفيو په ضد احتجاج وكړو۔مظاهرچيانو د كشمير بېرغ٬ د پوسټرز پيلټ ګنو ځپليو كشميريانو ځوانانو عكسونه او پلے كارډ پورته كړي وو په كوم چې د مودي قاتل٬شيطان٬مودي غاصب پشمول نورې نعرې درج وې۔مظاهرچيانو كشميريانو ته د ملګرو ملتونو منظورو شوو قراردادونو له مخې د حق خود اراديت وركولو غوښتنه هم وكړه ٬ ځينو مظاهرچيانو كفنونه اچولي وو او په كشميري بېرغ كښې پټ وو او ځينو مظاهرچيانو په خپلو ځانونو د مودي په ضد پلے كارډز هم لګولي وو









