سعودي عربستان يمن لپاره د 500 ملین ډالر مرستې چېک ملګرو ملتونو ته وركړو

ریاض ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) سعودي عربستان يمن لپاره د 500 ملین ډالر مرستې چېک ملګرو ملتونو ته وركړو۔ د العربيه نيوز لمخې مرستې او بشري خذماتو لپاره د شاه سلمان مركز نګران ډاكټر عبد الله الربيعه بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو سېكتر مارك لوكوك ته د 500 ملين ډالر مرستې چېك وړاندې كولو سره ووئيل يمن كښې بشري خذماتو له دا نوې ډالۍ ده۔ ډاكټر عبد …

ریاض ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) سعودي عربستان يمن لپاره د 500 ملین ډالر مرستې چېک ملګرو ملتونو ته وركړو۔ د العربيه نيوز لمخې مرستې او بشري خذماتو لپاره د شاه سلمان مركز نګران ډاكټر عبد الله الربيعه بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو سېكتر مارك لوكوك ته د 500 ملين ډالر مرستې چېك وړاندې كولو سره ووئيل يمن كښې بشري خذماتو له دا نوې ډالۍ ده۔ ډاكټر عبد الله ميډيا ته ووئيل چې سعودي عربستان يمن سره تاريخي اړيكې لري۔ سعودي عربستان تل په ستونزو كښې د يمن مرسته كړې ده او د څو لسيزوو څخه پرمختيائي منصوبو له د يمن مرسته كوي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د ملګرو ملتونو تنظيمونو په مرسته يمن كښې د قحط مخنيوي او دغلته په وباګانو قابو موندلو له د مرستې مهم روان ساتلې دې۔ ده ووئيل د يمن اقتصادي نظام مضبوطولو له به سعودي عربستان په سباؤن كښې هم دا ډول ګامونه پورته كوي

مزید خبریں