جموں ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې جموں وکشمیر پیپلز موومنټ په ملګرو ملتونو زور راوړې چې هغه دې د تېرو 50 نه زياتو ورځو څخه د محاصره شويو 80 لكه كشميريانو مرستې له راوړاندې شي۔ د کشمیر میډیا سروس لمخې د جموں وکشمیر پیپلز موومنټ چیئرمین میر شاهد سلیم جموں څخه جاري شوي يو بيان كښې وئيلي چې هندي ځواكونو د تېرې اګست مياشتې 5 مې …
ملګري ملتونه دې د 80 لكه محاصره شويو كشميريانو مرستې له راوړاندې شي۔ پیپلز موومنټ

مزید خبریں
جموں ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې جموں وکشمیر پیپلز موومنټ په ملګرو ملتونو زور راوړې چې هغه دې د تېرو 50 نه زياتو ورځو څخه د محاصره شويو 80 لكه كشميريانو مرستې له راوړاندې شي۔ د کشمیر میډیا سروس لمخې د جموں وکشمیر پیپلز موومنټ چیئرمین میر شاهد سلیم جموں څخه جاري شوي يو بيان كښې وئيلي چې هندي ځواكونو د تېرې اګست مياشتې 5 مې نېټې څخه تش لاسه كشميريان خپلو كورونو كښې محاصره كړې دي او مقبوضه وادي دا مهال يو لوئې بشري ستونزې سره مخ ده۔ ده نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه كښې ګډون كوونكو نړيوالو لارښودو ته خواست وكړو چې هغوي دې د محاصرې لامله كشميري اولس ته د پېښو ستونزو نوتس واخلي۔ ده ووئيل د پرله پسې محاصرې لامله كشمير كښې د ضرورت بنيادي څيزونو سخت كمې رامخې ته شوې او د كشميريانو معيشت ته سخت زيان رسېدلې دې









