نیویارک ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) امریکائي ډونلډ ټرمپ وئيلي دي ما د هند او پاكستان لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې د كشمير په مسئله د خيالاتو څرګندونه كړې او دواړو جوهري هېوادونو ته مې د منځګړتوب كولو يا مصالحت كښې د مرستې كولو پېشكش كړې۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74 مه غونډه كښې ګډون نه وروستو ټرمپ د شورؤ په ورځ يو هوټل كښې نيوز كنفرنس …
امريكائي اولس مشر ټرمپ لخوا په هندي او پاكستاني لارښودو د كشمير مسئلې په حل كولو زور

مزید خبریں
نیویارک ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) امریکائي ډونلډ ټرمپ وئيلي دي ما د هند او پاكستان لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې د كشمير په مسئله د خيالاتو څرګندونه كړې او دواړو جوهري هېوادونو ته مې د منځګړتوب كولو يا مصالحت كښې د مرستې كولو پېشكش كړې۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74 مه غونډه كښې ګډون نه وروستو ټرمپ د شورؤ په ورځ يو هوټل كښې نيوز كنفرنس ته خطاب وكړو۔ ده ووئيل ما دې لارښودو ته ووئيل ملګرو ددې مسئلې حل له كار وكړۍ۔ په دې كار وكړۍ۔ ده ووئيل ما د 193 كسيزه اسمبلۍ په وړاندې وزیراعظم عمران خان او د ده هندي همڅنګ نرېندر مودی سره د نتيجې وړ خبرې وكړې۔ ما دوئي سره د كشمير په اړه خبره وكړه او دواړو لارښودو ته مې پېشكش وكړو چې زه د پاكستان او هندوستان حوالې سره كومه هم مرسته كولې شم۔ هغه كه د منځګړتوب وي او كه د مصالحت زه چمتو يم۔ اولس مشر ټرمپ زياته كړه چې زه څه هم كولې شم كوم به۔ ولې چې دا مهال سخت مشكلات دي او هيله ده چې دې كښې به ښه والې رامخې ته شي۔ ده ووئيل دواړه زما ښه ملګري دي۔ ما دوئي ته ووئيل ملګرو په دې كار كوو۔ بس په دې كار وكړۍ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د وزیراعظم مودی د مقبوضه کشمیر خصوصی حېثیت كالعدم ګرځولو ٬ د متنازعه رياست لاك ډاؤن ساتلو ٬ د فون او انټرنېټ مواصلات بندولو ٬ د زرګونو كسانو او په خاص توګه د كم عمره او سياسي لارښودو ګرفتارولو نه وروستو د تاؤ تريخوالي وضعه زياته شوې ده۔ وزیر اعظم عمران خان د ګل په ورځ خپل ملاقات كښې په ټرمپ زور راوړې وو چې هغه د كشمير مسئله پورته كړي ولې هند د كوم هم ډول منځګړتوب څخه انكار كړې دې








