د زلزلې په نتيجه كښې 10 كسانو د مرګ او د 100 كسانو ژوبل كيدو تصدیق شوې دې، آزاد کشمیر میرپور ښار او جاتلاں سيمو كښې زيات زيان شوې

APP65-24 ISLAMABAD: September 24 – Chairman National Disaster Management Authority (NDMA) Lt. Gen. Muhammad Afzal briefs to media persons about earthquake. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) چیئرمېن لیفټیننټ جنرال محمد افضل وئيلي دي چې د زلزلې په نتيجه كښې 10 كسانو د مرګ او د 100 كسانو ژوبل كيدو تصدیق شوې دې، آزاد کشمیر میرپور ښار او جاتلاں سيمو كښې زيات زيان شوې، منګلا بند نه دې ځپلې شوې، این ډی اېم اے او د پاك پوځ ډلې ځپليو سيمو ته رسيدلې دي٬200 خیمې، 800 کمبلې، غذائی څيزونه او داروګان ځپلې سيمو ته رسول پيل شوي، دا دومره لوئ بحران نه دې چې وګړو ته د مرستې غږ وكړې شي، ادارې خپل وسائل لري۔ده د نهې په ورځ د زلزلې په نتيجه كښې د زيان او ریسکیو او ریلیف کار په اړه میډیا ته بریفنګ وركولو۔ ده ووئيل د نهې په ورځ راغلې زلزله د 5.8 شدت زلزله وه د كومې جهړقونه چې په نورو سيمو كښې هم محسوس شوې دي، د زلزلې په نتيجه كښې تر ټولو زيات د میرپور ښار او جاتلاں سيمه ځپلې شوي دغسې جهلم په جزوی توګه ځپلې شوې دې۔ده ووئيل بھمبر لرو سيمو كښې هم د زيان اطلاعات ترلاسه شوي تر اوسه د زلزلې له امله په مجموعی توګه 10 كسان مړه شوې دغسې 100 كسان ژوبل شوې دي۔ ده ووئيل د زلزلې له امله د منګلا نه تر جاتلاں سترې لارې نه علاوه درې لوئ پلونه ته هم زيان رسيدلې دغسې ځينې كورونه هم ځپلې شوې دي۔ د این ډی اېم اے چیئرمېن ووئيل د زلزلې له امله منګلا بند نه دې ځپلې شوې، د بند څخه اوبه په کنټرولډ ډول خارج کړې كېږي كوم چې د 50 زره کیوسك څخه كم دې۔ ده ووئيل این ډی اېم اے او وسله وال ځواكونه د مرستې هلو ځلو له رسيدل پيل شوي، ضلعی انتظامیه او ریاستی ډیزاسټر مینجمنټ ادارې ډلې هم موجود دي، د این ډی اېم اے د اړخه خیمې، کمبلې، غذائی څيزونو او داروګانو کھیپ ځپليو سيمو ته رسيدل پيل شوي۔ په راتلونكو دوه ورځو كښې د باران امکانات ترمخه به په وخت د مرستې سامان رسولې شي۔ ده ووئيل د پنجاب پی ډی ایم اے د اړڅه هم د رسيكيو ډلې لېږلې شوي دغسې د پاك پوځ سرچ او ریسکیو ډلې هم روانې كړې شوي۔ په دې موقع د بيلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره ده ووئيل زه د میډیا د لارې اولس له دا پیغام وركول غواړم چې دا كوم لوئ بحران نه دې ٬ دې لپاره رضا کارو ته حاجت نشته، این ډی اېم اے او صوبائی اتھارټیز وسائل لري، د آزاد کشمیر وزیراعظم او انتظامی عهدیدارر سره خبرې اترې شوي، كله چې حاجت پېښ شو نو بيا به اولس ته غږ كولې شي۔ده ووئيل په دوه څلور ورځو كښې به د ريسكيو او ریلیف کار بشپړ شي او په يو دوه اوونو كښې به د بحالۍ كار پيل شي، په دې اړه به د ټولو ادارو سره په ګډه كار كولې شي۔