نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان سره په افغانستان كښې تعليم لپاره د كار كوونكې ډلې استازو٬ د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر ټومي نائيډو٬ د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد او سناتور لنزے رينزك ملاقات كړے٬ وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه كړې٬ د مقبوضه كشمير اولس روغتون ته …
وزيراعظم عمران خان سره په افغانستان كښې تعليم لپاره د كار كوونكې ډلې استازو٬ د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر ټومي نائيډو٬ د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد او سناتور لنزے رينزك ملاقات كړے٬ وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه كړې٬ د مقبوضه كشمير اولس روغتون ته نشي پرېښودلې٬ د داروګانو او خوراك كمې راغلې٬ پاكستان په ټوله نړۍ كښې د كشمير مقدمه وړاندې كوي٬ وزيراعظم عمران خان د كشمير د سفير په حېث د دوي مقدمه وړاندې كولو لپاره د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كوي٬ دا مبارزه د يو څو ورځو يا اونيو نه بلكې اوږده مبارزه ده٬ په دې مبارزه كښې به پاكستانيانو٬ كشميريانو او د بشري حقونو ډلو ته په ګډه هڅې كول وي٬ په هند كښې هغه طبقات موجودي دي كوم چې د مودي د پنځم اګست اقدام مناسب نه ګڼي٬ افغانستان كوم پوځي حل نه لري او مونږ غواړو چې زر د دې سياسي حل ولټولې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قريشي په نيويارك كښې د وزيراعظم عمران خان د نړيوالو تنظيمونو او مشرانو سره د ملاقاتونو په اړه مېډيا سره خبرې

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان سره په افغانستان كښې تعليم لپاره د كار كوونكې ډلې استازو٬ د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر ټومي نائيډو٬ د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد او سناتور لنزے رينزك ملاقات كړے٬ وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه كړې٬ د مقبوضه كشمير اولس روغتون ته نشي پرېښودلې٬ د داروګانو او خوراك كمې راغلې٬ پاكستان په ټوله نړۍ كښې د كشمير مقدمه وړاندې كوي٬ وزيراعظم عمران خان د كشمير د سفير په حېث د دوي مقدمه وړاندې كولو لپاره د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كوي٬ دا مبارزه د يو څو ورځو يا اونيو نه بلكې اوږده مبارزه ده٬ په دې مبارزه كښې به پاكستانيانو٬ كشميريانو او د بشري حقونو ډلو ته په ګډه هڅې كول وي٬ په هند كښې هغه طبقات موجودي دي كوم چې د مودي د پنځم اګست اقدام مناسب نه ګڼي٬ افغانستان كوم پوځي حل نه لري او مونږ غواړو چې زر د دې سياسي حل ولټولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د نړيوالو تنظيمونو او مشرانو سره د ملاقاتونو په اړه مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې اېمنسټي انټرنېشنل يو ځانګړې تنظيم دے او په هندوستان كښې ئې يوه څانګه كار هم كوي كوم چې په خپل يو راپور كښې ذكر كړے چې دوي په كار كولو كښې څومره كشالو او ستونزو سره مخ دي۔ زمونږ اكاؤنټونه بند كړې شوي دي او مونږ ته رسنه نه شي راكولې۔ مونږ كار روان ساتلو لپاره د عدالتونو مرسته ترلاسه كوو۔ خارجه وزير ووئيل چې وزيراعظم د اېمنسټي انټرنېشنل او نورو تنظيمونو د هڅو ستائنه كړې كوم چې د مقبوضه كشمير په حالاتو كار كوي او د هغه ځائ د حقايقو نه نړۍ خبروي او دوي ته ئې وئيلي دي چې خپل كار دې روان وساتي او د كشميړيانو غږ دې هر ځائ ته ورسوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه كړې٬ د مقبوضه كشمير اولس روغتون ته نشي پرېښودلې٬ د داروګانو او خوراك كمې راغلې٬ پاكستان په ټوله نړۍ كښې د كشمير مقدمه وړاندې كوي٬ وزيراعظم عمران خان د كشمير د سفير په حېث د دوي مقدمه وړاندې كولو لپاره د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كوي٬ دا مبارزه د يو څو ورځو يا اونيو نه بلكې اوږده مبارزه ده٬ په دې مبارزه كښې به پاكستانيانو٬ كشميريانو او د بشري حقونو ډلو ته په ګډه هڅې كول وي٬ په هند كښې هغه طبقات موجودي دي كوم چې د مودي د پنځم اګست اقدام مناسب نه ګڼي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم سره د امريكې ځانګړي استازي زلمې خليل زاد هم ملاقات كړے۔ دغسې وزيراعظم سره سناتور لېنزے رېنزك هم ملاقات كړے كوم چې په هغو څلورو سناتورانو كښې شامل دے كوم چې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ته خط ليكلې و۔ مونږ په دې اقدام د ده مننه هم كړې۔











