نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره په افغانستان كښې د تفاهم عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په نيويارك كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال او په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان او امريكې په شريكې هڅو خبرې وكړې شوې۔ وزيراعظم عمران خان د افغان مسئلې سياسي حل لپاره د امريكائي استازي زلمي خليل زاد هڅې وستائيلې۔ …
وزيراعظم عمران خان سره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد ملاقات وكړو د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال او په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان او امريكې په شريكې هڅو خبرې وكړې شوې د پاكستان تل دا دريځ پاتې شوے چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ پاكستان به په افغانستان كښې پوخ امن لپاره هڅې او مرسته روانه ساتي۔ د وزيراعظم عمران خان خبرې

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره په افغانستان كښې د تفاهم عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په نيويارك كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال او په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان او امريكې په شريكې هڅو خبرې وكړې شوې۔ وزيراعظم عمران خان د افغان مسئلې سياسي حل لپاره د امريكائي استازي زلمي خليل زاد هڅې وستائيلې۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان تل دا دريځ پاتې شوے چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ پاكستان به په افغانستان كښې پوخ امن لپاره هڅې او مرسته روانه ساتي او هيله ده چې د افغانستان د سولې عمل به ډېر زر بېرته پېل شي۔ وزيراعظم په افغانستان د تشدد د زياتو شويو پېښو غندنه كولو سره ووئيل چې د افغانستان امن د پاكستاني حكومت وژن دے٬ سوله ايز ګاونډيتوب او پوخ اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے۔ بايد ټولې ډلې د امن استحكام او د تفاهم ودې لپاره د شريكې ذمه وارې په ترسره كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ امريكائي استازي زلمي خليل زاد د افغان سولې او د تفاهم عمل لپاره د وزيراعظم عمران خان مرسته وستائيله او مننه ئې وكړه۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره پاكستان سره په ګډه كار روان ساتل غواړو











