تركيه كښې د بغاوت په تور كښې نور 223 حاضر سروس پوځي اهلكار ونيول شول

استنبول ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د ترکيه په بېلا بېلو برخو او قطبي سائپرس كښې د بغاوت په تور كښې نور 223 حاضر سروس پوځي اهلكار نيول شوي دي۔ د ترك خبر رسنې ادارې له مخې په نيول شويو پوځي اهلكارو په كال 2016ﺀ كښې د ناكامه پوځي بغاوت "نېټ ورك انقره" سره د تعلق لرلو تور دے۔ چارواكي د هېواد په 49 صوبو او قطبي سپائرس كښې …

استنبول ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د ترکيه په بېلا بېلو برخو او قطبي سائپرس كښې د بغاوت په تور كښې نور 223 حاضر سروس پوځي اهلكار نيول شوي دي۔ د ترك خبر رسنې ادارې له مخې په نيول شويو پوځي اهلكارو په كال 2016ﺀ كښې د ناكامه پوځي بغاوت “نېټ ورك انقره” سره د تعلق لرلو تور دے۔ چارواكي د هېواد په 49 صوبو او قطبي سپائرس كښې د داسې نورو اهلكارو لټون كوي۔ نيولې شويو اهلكارو كښې د 100 تعلق زمكيز ٬ د 41 هوائي او د 32 سمندري ځواك سره ښودلې شي۔ د تركيه دا تور پاتې شوې دې چې فتح الله ګولن د كال 2016ﺀ ناكامه پوځي بغاوت مركزي كردار و۔ د چارواكو لمخې ددرې كلونو په مهال 77 زره سول او پوځي چارواكي نيولي شوي دي او ددوئي په ضد مقدمې روانې دي۔ په دې مهال 150000 زره نه زيات سول او پوځي ملازمين ملازمتونو څخه اخوا كړې شوي دي۔

مزید خبریں