كابل 03 ستمبر (اے پی پی) د امريكې او طالبانو ترمينځه د اوږدو خبرو اترو نه پس لوظانامه شوې چې له مخې به يې امريكا په 135 ورځو كښې 5 پوځي اډې بندولو سره 5000 عسكر د افغانستان څخه اوباسي ۔دا اعلان د افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د نهې په ورځ پرېكړې نه وروستو كړې۔ډلو ترمينځه د خبرو اترو 9م پړاونه تر سره شوي٬ د …
٬د امريكې استازې زلمے خليل زاد افغان ټي وي چينل سره مركه

مزید خبریں
كابل 03 ستمبر (اے پی پی) د امريكې او طالبانو ترمينځه د اوږدو خبرو اترو نه پس لوظانامه شوې چې له مخې به يې امريكا په 135 ورځو كښې 5 پوځي اډې بندولو سره 5000 عسكر د افغانستان څخه اوباسي ۔دا اعلان د افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د نهې په ورځ پرېكړې نه وروستو كړې۔ډلو ترمينځه د خبرو اترو 9م پړاونه تر سره شوي٬ د شوي لوظ نامې له مخې طالبان به كومې هم عسكريت خوښې ډلې ته د افغانستان په خاوره د امريكې او د اتحاديانو په ضد د كاروائې اجازه نه وركوي۔د امريكې استازي زلمے خليل زاد د افغان نيوز چينل طلوع نيوز ته مركه كښې ووئيل د لوظ نامې حتمي منظوري به د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وركوي او د هغې نه وروستو به په دې لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔ده ووئيل په اصولي توګه لوظنامه اوشوه او د لوظ نامې دستاويز بشپړ شوې ۔د لوظ نامې له مخې د امريكې عسكر د افغانستان څخه وار په وار د وتلو په عوض به طالبان القاعده او د داعش غوندې عسكريت خوښو ډلو له د امريكې او د اتحاديانو په ضد د افغانستان خاورې د كارولو اجازه نه وركوي۔ ۔زلمے خليل زاد ووئيل د لوظ نامې مقصد د جنګ خاتمه ده او د دې په نتيجه كښې به افغانستان كښې روان تشدد كم شي۔ده ووئيل د جنګ بندۍ كومه رسمي لوظنامه نه ده شوې او د دې دارومدار به د افغانانو ترمينځه په خبرو اترو وي۔ده د دې خبرې وضاحت نه دې كړی چې په ابتدائي توګه پنځه زره د امريكې عسكر ويستلو نه وروستو 14 زره امريكائي عسكر به كله د افغانستان څخه بېرته بللې شي۔له بلې خوا د افغان اولس مشر اشرف غني وياند ووئيل د لوظ نامې دستاويز په اړه اولس مشر اشرف غني ته بريفنګ وركړی شوې او هغه به د دې جزئيات كتلو نه وروستو رائے وركوي۔صدارتي وياند صادق صديقي ووئيل د افغان اولس مشر اشرف غني او زلمے خليل زاد ملاقات شوې او هغه د لوظ نامې جزئيات مطالعه او د هغې به جاج اخلي۔زلمے خليل زاد ووئيل انټر افغان خبرې اترې په ناروے كښې متوقع دي او د دغې مقصد سياسي مفاهمت او د طالبانو او افغان حكومت ترمينځه روان جنګ ختمول دي۔دلته طالبانو د امريكې سره لوظنامې ته حتمي شكل وركولو په مهال هم د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د نړيوالو ادارو غړو استوګنې كمپاؤنډ ګرين ويلج چاودېدونكو توكو څخه په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يې 16 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د بريد ذمه واري قبوله كولو سره وئېلي دي په دې بريد كښې د عامو وګړو وژنه او د ژوبل كېدو ادعا بې بنسټه ده ځكه چې دې سيمې ته د كوم سوېلين ته د تللو اجازه نشته









