دوحه كښې د طالبانو سره د خبرو اترو نه پس زلمے خليل زاد كابل كښې اولس مشر اشرف غني سره وليدل

كابل 02 ستمبر (اے پی پی)افغانستان لپاره د امريكې خاص مندوب زلمے خليل زاد كابل كښې د افغان اولس مشر اشرف غني سره ليدلې دي۔د افغان چارواكو لخوا د ګل په ورځ وئېلي دي ٬ ملاقات كښې خليل زاد اولس مشر اشرف غني دوحه كښې د افغان طالبانو سره د شوو خبرو اترو تازه صورتحال نتجو څخه خبر كړو۔د اولس مشر اشرف غني وياند له مخې دا ملاقات د اتوار …

كابل 02 ستمبر (اے پی پی)افغانستان لپاره د امريكې خاص مندوب زلمے خليل زاد كابل كښې د افغان اولس مشر اشرف غني سره ليدلې دي۔د افغان چارواكو لخوا د ګل په ورځ وئېلي دي ٬ ملاقات كښې خليل زاد اولس مشر اشرف غني دوحه كښې د افغان طالبانو سره د شوو خبرو اترو تازه صورتحال نتجو څخه خبر كړو۔د اولس مشر اشرف غني وياند له مخې دا ملاقات د اتوار په شپه شوې۔زلمے خليل زاد د دې ملاقات څخه لږ وخت وړاندې دوحه څخه كابل ته رسېدلې ؤ ۔امريكا طالبانو سره د خبرو اترو د لارې تر امن لوظ نامې رسېدل غواړي دغسې چې د واشنګټن لپاره د افغان جنګ اختتام ته ورسيږي ۔افغان جنګ د امريكې لپاره د هغوي د تاريخ تر ټولو اوږد جنګ ګرځېدلې دے

مزید خبریں