اروپائي اېتلاف د اتومي لوظنامې تحفظ لپاره د هر ډول هڅو او اقدام ملاتړ كوي۔ فېډريكا موګرېني

هلسنكي 31 اګست (اے پي پي) د برتانيې٬ فرانس او د المان خارجه وزير د فن لېنډ په پلازمينه هلسنكي كښې د يوې غونډې په مهال اېران سره شوې د اتومي لوظنامې په پاتې ساتلو خبرې كړې دي۔ په هلسنكي كښې د اروپائي اېتلاف د خارجه وزيرانو او د دفاع وزيرانو د غونډې په موقع دا اروپائي ټرايئكا غونډه وشوه۔ په دې موقع د اروپائي اېتلاف د خارجه څانګې مشرې …

هلسنكي 31 اګست (اے پي پي) د برتانيې٬ فرانس او د المان خارجه وزير د فن لېنډ په پلازمينه هلسنكي كښې د يوې غونډې په مهال اېران سره شوې د اتومي لوظنامې په پاتې ساتلو خبرې كړې دي۔ په هلسنكي كښې د اروپائي اېتلاف د خارجه وزيرانو او د دفاع وزيرانو د غونډې په موقع دا اروپائي ټرايئكا غونډه وشوه۔ په دې موقع د اروپائي اېتلاف د خارجه څانګې مشرې فېډريكا موګرېني ووئيل چې اېتلاف د اتومي لوظنامې تحفظ لپاره د هر ډول هڅو او اقدام ملاتړ كوي۔ مېډيا سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې برسلز د اتومي لوظنامې حفاظت لپاره خپلو هڅو سره سره په دې لړ كښې د هر ډول اقدام او پرمختګ ملاتړ كوي۔

مزید خبریں