Category: قامي خبرونه

Homeقامي خبرونه

ټول قوم د وزيراعظم عمران خان او پاك پوځ په شا ولاړ دې۔ څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي۔ پاكستان امن غواړي او امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره مونږ په خپل عزم ولاړ يوو۔ نن امريكائي ورځپاڼې وائي چې وزيراعظم ته دې نوبېل انعام وركړې شي۔ خورشيد شاه دې د نواز شريف نه خپله زندان ته د تلو فكر وكړي۔ د اپوزيشن يوه ايجنډا ده چې دوئي سره دې حساب ونكړې شي۔ تحریک انصاف ته ووټ غلو او ډاكوانو سره حساب كولو له وركړې شوې دې۔ د احتساب عمل په سپېځلي ډول روان دې۔ دا كوم ګوند يا ډلې سره تعلق نه لري۔ په صحت او احتساب بايد سياست ونكړې شي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې به د معيشت ٬ سياست ٬ تعليم ٬ روغتيا او نورو څانګو مسئلې هوارې كړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې اولسي غونډې ته خطاب

جهلم ۔ 10 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چودهري فواد حسېن وئيلي دي ټول قوم د وزيراعظم عمران خان او پاك پوځ په شا ولاړ دې۔ …

خېبر پختونخوا كښې د ځنګلونو رقبه 4 فيصده زياته شوې۔ د نسريانو نه تر ځنګلونو د حكومتي او نجي څانګې همكارۍ سره بلين ټري سونامي منصوبې ته په هر پړاؤ كښې كامياۍ ترلاسه شوي۔ د وزيراعظم عمران ټوئټر پېغام

اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي خېبر پختونخوا كښې د ځنګلونو رقبه 4 فيصده زياته شوې چې ورسره د ماحولياتي بدلونو مقابله كولو …