افغانستان كښې امن او مفاهمت له هڅو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ ډونلډ ټرمپ به زر يا څه وخت پس د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم عمران خان د بدلون حقيقي پېروكار دے او په يو شمېر چارو پراخا وژن لري۔ امريكائي كاروباري شخصيات دې پاكستان كښې كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ پاكستان سرمايه كارۍ لپاره غوره ځائې دې۔ د امريكائي سناتور لنډ سے ګراهم ميډيا سره خبرې

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) امريكائي سناتور لنډسے ګراهم افغانستان كښې امن او مفاهمت له د پاكستان د هڅو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د كردار ستائنه كړې ده۔ ده د وزیراعظم عمران خان د باور وړ شخصيت په توګه ستائنه كولو سره دې خبرې سره صلا شوې دې چې د افغانستان مسئلې حل له د سولييزو مذاكراتو په اړه د عمران خان دريځ سم …

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) امريكائي سناتور لنډسے ګراهم افغانستان كښې امن او مفاهمت له د پاكستان د هڅو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د كردار ستائنه كړې ده۔ ده د وزیراعظم عمران خان د باور وړ شخصيت په توګه ستائنه كولو سره دې خبرې سره صلا شوې دې چې د افغانستان مسئلې حل له د سولييزو مذاكراتو په اړه د عمران خان دريځ سم وو۔ امريكائي كاروباري شخصيات دې پاكستان كښې كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو غوره ځائې دې۔ د اتوار په ورځ امريكائي سفارت كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زه به امريكائي اولس مشر ته خواست وكړم چې هغه زر يا څه وخت پس د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د بدلون حقيقي پېروكار دے او په يو شمېر چارو پراخا وژن لري۔ ده ووئيل د امريكا انتظاميې پاكستان سره تېر سوچ بايد په اقتصادي او د پراخا همكارۍ اړيكو كښې بدل كړې شي۔ ده د افغانستان په پوله پرتې قبائلي سيمې محفوظ جوړولو له د ګامونو ٬ د پاکستانی حکومت د ترهګرۍ په ضد هڅو او د وسله والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد د قربانيو اعتراف كولو سره ووئيل چې قبائلي سيمې كومې چې ترهګرۍ او عسكريت خوښۍ ډېرې ځپلې دي دغلته بايد بدلون په نظر راشي۔ ده ووئيل د پاكستان مشرتابه سره زما ملاقاتونه مثبت او د ډاډ وړ دي۔ ده په امريكائي كاروباري شخصياتو زور راوړو چې هغوي پاكستان كښې د مېشته كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ ده افغانستان كښې امن او مفاهمت باوري كولو له د پاكستان او امريكا په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان منطقه كښې د خپل اهميت په توګه يو لوئے هېواد دے۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا چې افغان پوله محفوظ كولو له كوم ګامونه پورته كړې شوي دي هيله لرم چې دغه ډول ګامونه د افغانستان لخوا هم د پاك افغان پولې محفوظ كولو له پورته كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان كښې د څو ليسزو جنګ نه وروستو امريكا افغانستان څخه قومي انخلاﺀ كولې نه شي او طالبان بايد ددې ادراك وكړي۔ هغوي دې وسله غورځولو سره مذاكراتو ته كښېني او د افغان آئين ترمخه دې د افغانستان د سياسي عمل برخه جوړ شي۔ ده په افغان خاوره د امريكائي پوځ د موجودګۍ دفاع كولو سره ووئيل چې هغه يوازې د افغان ځواك مرستې او تربيې لپاره دے۔ بياهم القاعده او د داعش په ډول ترهګر تنظيمونو سره مقابلې له ددوئي موجودګي ضروري ده۔ د یو اېس او طالبان ترمينځھ د مذاكراتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه د پرله پسې مفاهمتی عمل هيله لرم

مزید خبریں