کراچۍ۔ 20 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي نړۍ د څلورم صنعتي انقلاب دروازې ته رسېدلې۔ دې انقلاب څخه بشپړه استفاده كولو له د نوې ټېكنالوجۍ په بېلو څانګو كښې زلمي تربيه كولې شي۔ زلمي دې صنعتي انقلاب لپاره ځان چمتو كړي۔ هر يو هېواد او قام ته به د مصنوعي ذهانت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ په صورت كښې د پېل كېدونكي دې ګېم برخه جوړېدل …
نړۍ د څلورم صنعتي انقلاب دروازې ته رسېدلې۔ دې انقلاب څخه بشپړه استفاده كولو له د نوې ټېكنالوجۍ په بېلو څانګو كښې زلمي تربيه كولې شي۔ زلمي دې صنعتي انقلاب لپاره ځان چمتو كړي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نوې مشيني ټېكنالوجۍ او كمپيوټر كارولو په اړه د صدارتي پروګرام داخله ټېسټ كښې ګډون كوؤنكو زده كوؤنكو ته خطاب

مزید خبریں
کراچۍ۔ 20 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي نړۍ د څلورم صنعتي انقلاب دروازې ته رسېدلې۔ دې انقلاب څخه بشپړه استفاده كولو له د نوې ټېكنالوجۍ په بېلو څانګو كښې زلمي تربيه كولې شي۔ زلمي دې صنعتي انقلاب لپاره ځان چمتو كړي۔ هر يو هېواد او قام ته به د مصنوعي ذهانت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ په صورت كښې د پېل كېدونكي دې ګېم برخه جوړېدل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د نوې مشيني ټېكنالوجۍ او كمپيوټر كارولو په اړه د صدارتي پروګرام داخله ټېسټ كښې ګډون كوؤنكو زده كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د هېواد د ودانۍ زياتره برخه په زلمو مشتمل ده۔ زلمو له به خپله پوهه زياتولو سره سره په دې لړ كښې د پېښو چېلنجونو څخه هم ځان خبر ساتل وي۔ اولس مشر ووئيل دا ټېكنالوجي ده چې ورسره په نړۍ كښې پراخا بدلونونه رامخې ته شوي دي او كوم هېواد هم ځان دې څخه لرې ساتلې نه شي۔ ده ووئيل د مصنوعي ذهانت او كمپيوټرائزنګ ډېټا صنعت دا مهال د څو بلينو ډالرو دے ولې اندازه دا ده چې د كال 2022ء څخه تر 2025ء به دا تر 3 ټريلين او كال 2030ء څخه وړاندې به دا 30 نه تر 40 ټریلین ډالر ته ورسي۔ اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې زمونږ قوم د ټېكنالوجۍ اهميت پېژندلې دې ولې ضرورت ددې خبرې دې چې اوس ورته مناسب چاپېرچل او معياري تربيه وركړې شي۔ اولس مشر داخله ټېسټ كښې د ګډون كوؤنكو د جذبې ستائنه كولو سره ووئيل د هېواد په نورو صوبو كښې به هم داخله تېسټ كولې شي۔ ده دې پروګرام له په هڅو كولو د پانا کلاوډ (Pana-Cloud) ضیاء خان، سی ای او پاکستان اسټاک، سلیمان مهدی، د سیلانی وېلفئیر ټرسټ اعجاز فاروقی، جنېد لاکھانی او قاضی راحت علی مننه وكړه۔ د ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول ووئيل داخله تېسټ له په مجموعي توګه 30 زره طالبعلمانو خواستونه وركړې وو په كومو كښې چې 7 زره د ټېسټ جوګه وګرځولې شول۔ په كومو كښې چې هلكان او انجونې شامل دي۔ ده ووئيل د دې پېل د زلمو اختيارمند جوړولو له شوې دې او وړاندې تلو سره به د دا د بې وزلۍ ختمولو كښې هم مرسته كوؤنكې ثابت شي











