اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنيډا اېسپينوسا وئيلي دي دا خبره د ډاډ وړ ده چې موجوده حكومت پاكستاني اولس لپاره د نوي سباؤن جوړولو هڅې كوي۔ پاكستان ډېر زيات ښكلې هېواد او په صحيح لوري روان دے۔ د مېرمنو خپلواكه جوړولو كښې زيات ښه والې رامخې ته شوې دې۔ ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار مثالي …
دا خبره د ډاډ وړ ده چې موجوده حكومت پاكستاني اولس لپاره د نوي سباؤن جوړولو هڅې كوي۔ پاكستان ډېر زيات ښكلې هېواد او په سم لوري روان دے۔ د مېرمنو خپلواكه جوړولو كښې زيات ښه والې رامخې ته شوې دې۔ د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار مثالي دے۔ په مجموعي توګه په سيمه ايز امن او سلامتيا كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ پاكستان په افغان مصالحي عمل كښې تعميري كردار ترسره كوي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنيډا اېسپينوسا رېډي پاكستان سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنيډا اېسپينوسا وئيلي دي دا خبره د ډاډ وړ ده چې موجوده حكومت پاكستاني اولس لپاره د نوي سباؤن جوړولو هڅې كوي۔ پاكستان ډېر زيات ښكلې هېواد او په صحيح لوري روان دے۔ د مېرمنو خپلواكه جوړولو كښې زيات ښه والې رامخې ته شوې دې۔ ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار مثالي دے۔ په مجموعي توګه په سيمه ايز امن او سلامتيا كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ پاكستان په افغان مصالحي عمل كښې تعميري كردار ترسره كوي۔ د خالي په ورځ راديو پاكستان سره يوه مركه كښې دې ملګرو ملتونو كښې د پاكستانۍ سفيرې مليحه لودھي په خاص توګه ذكر كولو سره ووئيل هغه د پاكستان د غوره پرمختيائي اهدافو په اړه د پاكستان د ايجنډې يوه غوره وكيله ده۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار مثالي دې او نړيوالې ورورولۍ د ترهګرۍ په ضد د پاكستان هڅې منلې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے۔ دې له څو لسيزو د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو پراخا زړه سره په مېلمستيا كولو د پاكستان ستائنه كولو سره ووئيل 20 لكهه څخه زيات افغان وګړي اوس هم پاكستان كښې موجود دي۔ دې ووئيل پاکستان یو اېن کنټری ټیم حکومت د بې وزلۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو مرسته كوي۔ د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د كشمير مسئلې په شمول د ټولو ستونزو سولييز حل ضروري دے۔ د كشمير مسئله يوه پخوانۍ مسئله ده او دا بايد د تعميري خبرو اترو دلارې هواره كړې شي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو كردار په نړۍ كښې د ستونزو مخنيوې او امن او پرمختګ له كار كول دي











