حكومت كومو سياسي چېلنجونو سره مخ دے او نه كوم ډول خطر لري۔ د پاكستان ښه ورځې پېل شوي دي۔ سياسي ګوندونو كښې مسئلې وي څوك هم ګوند پرېښودونكې نشته۔ مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند غواړي چې د دوئي مشرتابه ته د كرپشن په مقدمو كښې ريليف وركړې شي۔ پوځي عدالتونه د نېشنل اېكشن پلان ترمخه په صلا جوړ شوي وو۔ د ق ليګ تحفظات به لرې كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري ميډيا سره خبرې

لاہور۔19 جنوری(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي حكومت كومو سياسي چېلنجونو سره مخ دے او نه كوم ډول خطر شته۔ د پاكستان ښه ورځې پېل شوي دي۔ سياسي ګوندونو كښې مسئلې وي څوك هم ګوند پرېښودونكې نشته۔ مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند غواړي چې د دوئي مشرتابه ته د كرپشن په مقدمو كښې ريليف وركړې شي۔ پوځي عدالتونه د نېشنل اېكشن پلان ترمخه …

لاہور۔19 جنوری(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي حكومت كومو سياسي چېلنجونو سره مخ دے او نه كوم ډول خطر شته۔ د پاكستان ښه ورځې پېل شوي دي۔ سياسي ګوندونو كښې مسئلې وي څوك هم ګوند پرېښودونكې نشته۔ مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند غواړي چې د دوئي مشرتابه ته د كرپشن په مقدمو كښې ريليف وركړې شي۔ پوځي عدالتونه د نېشنل اېكشن پلان ترمخه په صلا جوړ شوي وو۔ د ق ليګ تحفظات به لرې كولې شي۔ چوهدريانو وروڼو سره ملاقاتونه كېږي۔ كوم اتحادي مونږ نه پرېږدي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو ځائي هوټل كښې د منو بھائي تيلن دستوره كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون يا پيپلز ګوند لخوا كه كوم غوره وړاندېز رامخې ته شو نو غور به پرې وكړې شي۔ ده ووئيل د پیپلز او مسلم ليګ نون په شمول د هر ګوند يوه سياسي نظريه ده۔ جمهوريت په جرمونو د پردې اچولو نوم نه دے بلكې د احتساب نوم دے۔ ده ووئيل دلته جھګړا د سياسي ګوندونو دوه مشرانو ته د اېن آر او وركولو ده۔ وفاقی وزیر ووئيل معيشت مخ په كېدو دے۔ دا كال به د بهرنۍ سرمايه كارۍ او برآمداتو وي۔ دې كال كښې به د عمران خان په مشرۍ كښې معاشي سفر ترسره كوو۔ ده ووئيل د سندھ په اعلی وزير مراد علي شاه سخت تورونه دي غواړو چې هغه په خپله لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پوځي عدالتونو حېثيت څخه انكار نشته۔ عمومي ادارو هغه كارونه ونكړې شول كومو لپاره چې مو پوځي عدالتونه جوړ كړل۔ په پوځي عدالتونو د ټولو صلا يو كولو له به هڅې كوو۔ ده ووئيل د نړۍ تر ټولو لوئې آئل ریفائنری لګونكي يو۔ سبا له به د كال 2019ءا سی پېک پلان معارفي كړې شي۔ ده ووئيل سی پېک كښې د انفراسټرکچر نه لرې په رئیل اېشوز مو كار پېل كړې دې

مزید خبریں