د آزاد جموں كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګتریس د هند او پاكستان د خبرو د لارې د كشمير په شمول د ټولو شخړو هواري په حقله بيان خوشبينه وګرځولو۔ د ملګرو ملتونو مشر په كشمير كښې ناوړه وضعې پلو پام كول ددې خبرې ثبوت دے چې نړۍ ته د دې مسئلې د سختوالي احساس دے او ددې سولييز حل غواړي

اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د آزاد جموں كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګتریس د هند او پاكستان د خبرو د لارې د كشمير په شمول د ټولو شخړو هواري په حقله بيان خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو مشر په كشمير كښې ناوړه وضعې پلو پام كول ددې خبرې ثبوت دے چې نړۍ ته د دې مسئلې …

اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د آزاد جموں كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګتریس د هند او پاكستان د خبرو د لارې د كشمير په شمول د ټولو شخړو هواري په حقله بيان خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو مشر په كشمير كښې ناوړه وضعې پلو پام كول ددې خبرې ثبوت دے چې نړۍ ته د دې مسئلې د سختوالي احساس دے او ددې سولييز حل غواړي۔ د خالي په ورځ د عمومي سېكتر انتونیو ګتریس په بيان خپله تبصره كښې ده ووئيل د هند او پاكستان ترمينځھ د دوه اړخيزه مذاكراتو تاريخ مايوس كوؤنكې دے۔ ده ووئيل پاكستان او كشميري اولس د هند دمنفي رويې باوجود ټول عمري د مذاكراتو د لارې د مسئلې حل كولو ملاتړ كړې۔ ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې هغه د هند او پاكستان ترمينځھ د كشمير مسئلې حل له د ثالثۍ په شمول ټولو آپشنز كارولو سره منطقه كښې امن او سلامتيا باوري كولو له خپل كردار ترسر كړي۔ اولس مشر مسعود تېره ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا په وركړې شوې د غرمې مېلمستيا دستوره كښی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنېډو اسپرينو سره هم ملاقات وكړو او په دې ئې زرو راوړو چې هغه دې عمومي اسمبلۍ مشرې په حېث په مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلم او زياتي په ضد غږ پورته كړي۔ د عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنېډو د آزاد كشمير اولس مشر ته باور وركړو چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به امن او سلامتيا لپاره د هرې هڅې بشپړه ملاتړ كوي۔ اولس مشر د ملګرو ملتونو په شمول ټولې نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې هغه د هند د راپارونكې عملياتو ٬ د بې ګناه وګړو په نښه كولو او منطقه كښې د جنګي جنون پېدا كولو هڅو نوټس واخلي۔ ده د وګړو د ځان او مال ساتنې له د پاك پوځ د كردار ستائنې سره پاك پوځ ته باور وركړو چې د آزاد كشمير كوچنې كوچنې به د ګران هېواد د پولو ساتنې له پاك پوځ سره اوږه په اوږه جنګ كولو له چمتو دے

مزید خبریں