اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ګوادر به د سباؤن اقتصادي او كاروباري مركز وي۔ ددې به نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مثبت اغېز وي۔ د چین او پاکستان ترمينځھ د پارلمانونو په كچه مضبوطې رابطې به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو سبب وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين …
ګوادر به د سباؤن اقتصادي او كاروباري مركز وي۔ ددې به نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مثبت اغېز وي۔ د چین او پاکستان ترمينځھ په پارلماني كچه مضبوطې رابطې به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو سبب وګرځي۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د چين د نړيوال پرمختګ وزير مسټر سونګ تاؤ په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلې پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ګوادر به د سباؤن اقتصادي او كاروباري مركز وي۔ ددې به نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه د پرمختګ او سوكالۍ مثبت اغېز وي۔ د چین او پاکستان ترمينځھ د پارلمانونو په كچه مضبوطې رابطې به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو سبب وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين د نړيوال پرمختګ وزير مسټر سونګ تاؤ په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلې پلاوي سره پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات او د پلاوي په درناوي كښې وركړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل منطقه دا مهال د مهم سياسي صورتحال څخه تېرېږي۔ او آسيائي مشرتابه له به د امن ودې له كوټلي ګامونه پورته كول وي۔ دغسې چې د پائيدار امن د لارې د آسيائي پېړۍ خوب ريښتيا شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سي پېك په سبب به پاكستان كښې د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل پاكستان او چين ټول عمري په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ چيئرمېن د پاكستان او چين ترمينځھ د پارلمان په كچه د رابطو لا مستحكم كولو له د پلاويو تګ راتګ په حاجت او په دې لړ كښې ئې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د پارلماني ملګرې ډلې په لا فعاله كولو زور راوړو۔ د چېن پلاوي مشر د سېنېټ چيئرمېن نقطه نظر وستائلو۔ ده ووئيل چين پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او ددواړو هېوادونو ترمينځھ په مهمو چارو يو ډول نقطه نظر ددې خبرې دليل دے چې دواړه هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ پلاوي د پارلېمنټ په چمن كښې يو بوټې هم ولګولو۔ د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وكړه په كومه كښې چې د سېنېټ غړو او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ پلاوي د سېنېټ د هال دوره هم وكړه۔










