روانه اقتصادي وضعه د ګرانو اقتصادي پرېكړو غوښتنه كوي۔ حكومت د بې وزله او د ټولنې وروستو پاتې طبقو ساتنې له زړه پورې هڅې كوي۔ د سوداګرې ورورولۍ ترلاسه شوې رايې به د سرمايه كارو راغب كولو په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو كښې مرستيالې ثابت شي۔ د وزيراعظم عمران خان كاروباري شخصياتو او اقتصادي پوهانو سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره لويو كاروباري شخصياتي او اقتصادي پوهانو ملاقات وكړو كوم كښې چې په روانه اقتصادي وضعه او د معيشت پرمختګ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزیراعظم ميډيا آفس لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم صلاكار عبدالرزاق داؤد، حسېن داؤد، علی اېس حبیب، بشیر محمد، عارف حبیب، …

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره لويو كاروباري شخصياتي او اقتصادي پوهانو ملاقات وكړو كوم كښې چې په روانه اقتصادي وضعه او د معيشت پرمختګ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزیراعظم ميډيا آفس لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم صلاكار عبدالرزاق داؤد، حسېن داؤد، علی اېس حبیب، بشیر محمد، عارف حبیب، میاں عبداللہ، طارق سهګل، خرم مختار، فواد احمد مختار، طارق سلمان شاہ، ډاكټر اشفاق حسن خان او نور شامل وو۔ د غونډې په مهال موجوده چېلنجونو او هېواد ددې صورتحال څخه ويستلو او د تحريك انصاف په اصلاحاتو عملدرآمد او د پرمختګ ايجنډې په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګډون كوؤنكو په ميراث كښې د ترلاسه شويو چېلنجونو مقابلې كولو له د موجوده حكومت لخوا پورته كړې شوې ګامونه او د هېواد معيشت مستحكم كولو سره سره د سوداګرې ورورولۍ باور بحالولو له هڅې وستائلې۔ پلاوي د موجوده حكومت د 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به نه يوازې د روزګار موقعې رامخې ته شي بلكې تعميراتي څانګې سره اړوندې كارخانې به هم ترقي ومومي۔ په دې مهال معيشت ته په پېښو مسئلو بحث كولو سره پلاوي د ځائي صنعت مستحكم كولو له وزيراعظم ته بېل وړاندېزونه هم وركړل۔ دوئي وزيراعظم ته باور وركړو چې د هېود سوداګره ورورولي به په اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد او د موجوده چېلنجونو مقابله كښې بشپره مرسته كوي۔ وزیراعظم د پلاوي مننه كولو سره ددوئي د قدر وړ رائې وستائلې۔ وزيراعظم ووئيل روانه اقتصادي وضعه د ګرانو اقتصادي پرېكړو غوښتنه كوي۔ حكومت د بې وزله او د ټولنې وروستو پاتې طبقو ساتنې له بشپړه په زړه پورې هڅې كوي۔ ده ووئيل د سوداګرې ورورولۍ لخوا رامخې ته شوې رايې به د سرمايه كارو د سرمايه كارۍ لاره كښې د ولاړ خنډانو لرې كولو كښې مرستيالې ثابت شي۔ دې سره به د هېواد د صنعت وده هم باوري شي۔

مزید خبریں