اسلام آباد ۔13 اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان په ټول هېواد كښې د پاك او شين پاكستان مهم په باضابطه توګه پېل كولو سره قام او په خاص توګه زده كوونكو هلكانو او انجونو ته وئيلي دي چې هغوي دې دې مهم كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ پاك او شين پاكستان مهم كښې زه د پاكستان ځوانانو او د سكولونو ماشومانو ته حاجت لرم۔ د فضائي او زمكيزې آلودګۍ …
ټول قام او په خاص توګه زده كوؤنكي او ځوانان دې پاك او شين پاكستان مهم كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ پاك او شين پاكستان مهم كښې زه د پاكستان ځوانانو او د سكولونو ماشومانو ته حاجت لرم۔ د فضائي او زمكيزې آلودګۍ په شمول د هر ډول آلودګۍ ختمول او پاك او شين پاكستان زمونږ راتلونكو نسلونو له ډېر ضروري دے۔ كه لوئې څښتن ته منظور وي په 5 كاله كښې به پاكستان هغه هېواد جوړ شي كوم به چې د اروپا نه هم زيات پاك ليدلې شي۔ په 5 كلونو كښې به د 10 اربه وونو لګولو او د آلودګۍ مسئلې حل كولو سره پاكستان كښې موسمياتي تګلاره بدله شي۔ دې مهم كښې به د ښارونو په شمول په ټولو كليو او قصبو كښې هم صفائۍ او وونو لګولو ته پام كولې شي۔ په ښارونو كښې د سېني ټېشن او كچرې تلف كولو انتظام به د نوي معيار لمخې جوړولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ ځائي كالج كښې د پاك او شين پاكستان مهم په باضابطه توګه پېل په مهال خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔13 اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان په ټول هېواد كښې د پاك او شين پاكستان مهم په باضابطه توګه پېل كولو سره قام او په خاص توګه زده كوونكو هلكانو او انجونو ته وئيلي دي چې هغوي دې دې مهم كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ پاك او شين پاكستان مهم كښې زه د پاكستان ځوانانو او د سكولونو ماشومانو ته حاجت لرم۔ د فضائي او زمكيزې آلودګۍ په شمول د هر ډول آلودګۍ ختمول او پاك او شين پاكستان زمونږ راتلونكو نسلونو له ډېر ضروري دے۔ كه لوئې څښتن ته منظور وي په 5 كاله كښې به پاكستان هغه هېواد جوړ شي كوم به چې د اروپا نه هم زيات پاك ليدلې شي۔ په 5 كلونو كښې به د 10 اربه وونو لګولو او د آلودګۍ مسئلې حل كولو سره پاكستان كښې موسمياتي تګلاره بدله شي۔ دې مهم كښې به د ښارونو په شمول په ټولو كليو او قصبو كښې هم صفائۍ او وونو لګولو ته پام كولې شي۔ په ښارونو كښې د سېني ټېشن او كچرې تلف كولو انتظام به د نوي معيار لمخې جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ ځائي كالج كښې د پاك او شين پاكستان مهم په باضابطه توګه پېل كولو په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم په خپله زده كوؤنكو سره كچرا پورته كولو او په صفائۍ كښې برخه اخستلو سره دا قامي مهم پېل كړو۔ په دې مهال ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص صلاكار افتخار درانی، د وزیراعظم د سياسي چارو صلاكار نعيم الحق ٬ ماحولياتي بدلون لپاره د وزيراعظم صلاكار امين اسلم خان ٬ سناتور فېصل جاوېد او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ خپل خطاب كښې وزيراعظم د دې مهم په پیل كولو استاذانو او زده كوؤنكو ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل كله چې ما كېنسر روغتون جوړولو له كار پېل كړو او لوئې فنډ جمع كول وو نو كله به ما وئيل چې دا كار ناممكن دے ولې چې زه به خلقو ته تلم او د هغوي رسپانس به ډېر كم وو۔ يوه ورځ چا مشوره راكړه چې ولې نه ته سكول او كالج ته لاړ شے او دغلته زده كوؤنكې فنډ جمع كولو له تيار كړې۔ وزیراعظم ووئيل زه خېبر نه تر كراچۍ د سكولونو او كالجونو زده كوؤنكو ته لاړم او دوئي ته مې د كېنسر روغتون جوړولو ووئيل۔ دوئي مې ځان سره كړل او د خپل دې ټيم نامه مو عمران ټائيګرز كېښودله۔ دې زده كوؤنكو ناممكن ممكن جوړولو سره كورونو څخه پېسې راوړې او د خلقو نه ئې هم جمع كړې۔ نن چې پاكستان كښې د كېنسر كوم روغتونونه جوړ شوي دي په دې كښې زياتره برخه د سكولونو كوچنيانو اخستې ده۔ ده ووئيل په اروپا كښې د صفائۍ صورتحال ډېر ښه دے۔ دغلته د آلودګۍ شرح كمه ده۔ ددې په مقابله كښې پاكستان كښې د آلودګۍ تناسب زيات دے۔ مونږ د خپلو دريابونو اوبه ناولې كوو۔ په لاهور كښې د آلودګۍ شرح تر ټولو زياته ده۔ په نړۍ كښې د آلودګۍ ځپلې سيمو او منطقو كښې اوسطا عمر 11 كاله كمېږي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د نړيوال درجه حرارت زياتېدو سره ځپلې شويو 7 لويو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل زمونږ ګلېشیئرز په ويلو كېدو دي۔ ده ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ او د نړيوال درجه حرارت زياتېدو مسئلو مخ نيوي له به مونږ په 5 كاله كښې 10 اربه وونې لګوو۔ په 5 كلونو كښې به د 10 اربه وونو لګولو او د آلودګۍ مسئلې حل كولو سره پاكستان كښې موسمياتي تګلاره بدله شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به د صفائۍ او شين پاكستان مهم كښې په بشپړه ډول برخه اخستل وي۔ خپلې ذمه وارۍ به ترسره كول وي۔ ده ووئيل اسلام آباد نسبتا ً پاك ښار دې ولې كچه آبادو كښې د صفائۍ صورتحال ډېر ناقص دې۔ ده ووئيل د فضائي او زمكيزې آلودګۍ په شمول د هر ډول آلودګۍ ختمول او پاك او شين پاكستان زمونږ راتلونكو نسلونو له ډېر ضروري دے۔ كه لوئې څښتن ته منظور وي په 5 كاله كښې به پاكستان هغه هېواد جوړ شي كوم به چې د اروپا نه هم زيات پاك ليدلې شي۔ وزيراعظم ووئيل كله چې زه سنګاپور ته تلې ووم نو دغلته لويه ګندګي وه۔ دريابونه ئې ګنده وو ولې د سنګاپور حكومت او اولس صفائۍ لپاره ګامونه پورته كړل۔ لس كاله پس چې سنګاپور ته لاړم نو دغلته صورتحال بدل وو د سنګاپور په دريابونو كښې كبان هم په نظر راتلل۔ مونږ له به دغه جوش او جذبې سره دا مهم پېل كول وي كوم چې كه لوئې څښتن ته منظور وي كامياب به شي۔ ده ووئيل ددې مهم څلور اړخونه دي په دې كښې تر ټولو اول به د اولس ذهن سازي كولې شي۔ د كوچنيانو په نصاب كښې به د صفائۍ او ماحولياتو په اړه تر 5 م جماعت مضمونونه شامل كولې شي۔ اسلام آباد كښې نصاب كښې دا مضمونه شاملولې شي۔ ټول هېواد كښې كچرا جمع كولو له به ځايونه خاص كولې شي چرته به چې دا ختمولې شي۔ كچرې څخه به برېښنا پېدا كولې شي چې ورسره به په وړه كچه د برېښنا حاجت ترسره شي۔ د منصوبې دوهم اړخ به دا وي چې ددې به څارنه كولې شي۔ په حكومتي كچه به د تحصيلونو ترمينځھ د صفائۍ مقابلې كولې شي او په كومو تحصيلونو كښې چې صفائي زياته وي هغوي ته به نغد انعامونه وركولې شي۔ او كوم چې صفائۍ كښې وروستو پاتې وي د هغې ځائې ذمه وارو ته به سزا وركولې شي۔ په دې مهم كښې به د اولس ګډون د واټس اېپ د لارې كولې شي۔ ددې مهم درېم اړخ به ځوانان رضا كار ددې مهم اېډووكېټس جوړولې شي كوم به چې د كچرې په اړه كور په كور مهم چلوي۔ د مهم په مهال به علماﺀ كرام او مشائخ د جمعې ورځې تقريرونو كښې د صفائۍ په اړه د نبي كريم (ص)احاديث اولس ته وړاندې كوي او دوئي ته به د صفائۍ اهميت په ډاګه كوي۔د مهم څلورم اړخ به د كلين اېنډ ګرين پاكستان سكاؤټس رجسټرېشن وي۔ دې لپاره به يو وېب سائټ جوړولې شي ددې كار به د صفائۍ د كار مانيټرنګ كول وي۔ د صفائۍ مانيټرنګ لپاره به ځوانانو ته روزګار هم وركولې شي۔ ده ووئيل ګرين پاكستان مهم تر سېوري لاندې به 5 كاله كښې 10 ارب وونې لګولې شي۔ دا به د ماحولياتي بدلونونو په ضد تر ټولو لوئې مهم وي۔ ده ووئيل اونې آلودګي جذب كوي










