قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال 19- 2018 د 5900 اربه روپو نه د زيات حجم د وفاقي بجټ منظوري وركړه٬ په بجټ كښې په ټېكسونو كښې رعايت٬ د اولس اسانيې ٬ د كركيلې٬ تجارت او سرمايه كارې ودې٬ د بنيادي ودانې پرمختګ٬ِ د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې اضافې او د كمزور طبقو سماجي تحفظ لپاره ګڼ شمېر اقدامات شامل دي

اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال 19- 2018 د 5900 اربه روپو نه د زيات حجم د وفاقي بجټ منظوري وركړه٬ په بجټ كښې په ټېكسونو كښې رعايت٬ د اولس اسانيې ٬ د كركيلې٬ تجارت او سرمايه كارې ودې٬ د بنيادي ودانې پرمختګ٬ِ د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې اضافې او د كمزور طبقو سماجي تحفظ لپاره ګڼ شمېر اقدامات شامل دي۔ …

اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال 19- 2018 د 5900 اربه روپو نه د زيات حجم د وفاقي بجټ منظوري وركړه٬ په بجټ كښې په ټېكسونو كښې رعايت٬ د اولس اسانيې ٬ د كركيلې٬ تجارت او سرمايه كارې ودې٬ د بنيادي ودانې پرمختګ٬ِ د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې اضافې او د كمزور طبقو سماجي تحفظ لپاره ګڼ شمېر اقدامات شامل دي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ لخوا د وفاقي بجټ 19-2018م منظوري وركړې شوه۔ په بجټ كښې د سېنېټ د او اسمبلۍ غړو د بجټ تجويزونو ته تحفظ وركولو لپاره په مالياتي بل كښې ځينې تراميم وړاندې كړل د كومو چې قومي اسمبلۍ په اكثريت سره منظوري وركړه۔ د وفاقي بجټ 19- 2018م له مخې د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې د 10 فيصده اېډهاك ريليف الاؤنس٬ هاؤس رېنټ سيلنګ او هاؤس رېنټ الاؤنس كښې 50 فيصد اضافه شوې۔ د كركيلې٬ لائيو سټاك او د كبانو ساتنې څانګو لپاره د ټېكس مراعاتو اعلان او په دفاعي بجټ كښې د 200 جبره روپې نه د زياته اضافه شوې۔ دغسې د بيت المال بجټ لس اربه روپې كړې شوې۔ په هېواد كښې د برېښنا صارفينو ته ارزانه برېښنا وركولو لپاره د 150 اربه روپې سبسډي وركړې شوې۔ د وزيراعظم په خاص هدايت نوې برآمدي پېكج وركړے شوے كوم لپاره چې په بجټ كښې 24 اربه روپې بېلې كړې شوې دي۔ د ګرېډ 1 نه تر 16 پورې تر ناوخته كار كوونكو ملازمينو كنوېنس الاؤنس 50 فيصد زيات كړے شوے۔ كم امدن لرونكو لپاره تر 25 لكه د كور په ټېكس كښې د 50 فيصده كمې شوے۔ ماچس سازې صنعت د سېلز ټېكس څخه مستثنٰي ګرځول شوے