قصور 10 اکتوبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ غړي ميا وسيم اختر شېخ وئېلي دي چې د حكومت او پاك پوځ په هڅو پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے بايد د مخالفې ډلې ګوندونه هم د پرمختګ پھ دې عمل كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ده ووئيل چې حكومت د هند د جارحيت پوخ ځواب وركړې۔پوره قوم حكومت او پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل چې ټول پاكستانيان به د دښمن په وړاندې د فولادو ديوال ثابت شي او پاك پوځ سره به اوږه په اوږه ودرېږي