اسلام آباد -9 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د تركيه هكاري سيمه كښې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ترك اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ووئيل پاكستان د تركيه په هكار صوبه كښې د ترهه ګرۍ دې بريد په سختو ټكو كښې غندنه كوي او ددې بريد په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوي۔ وياند ووئيل د پاكستان اولس خپلو ترك ورونړو خوېندو سره سم ولاړ دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد په نره جنګ كوي۔ ده ووئيل تركيه كښې امن او استحكام ته زيان رسوونكي به چرې كامياب نه شي۔ وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تركيه سره دے۔