اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ د خزانې قائمه كمېټې دوه ورځنې غونډه به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په كراچې كښې پېل كېږي۔ د غونډې مشري به د كمېټې چيئرمېن سناتور سليم اېچ مانډوي والا كوي۔ په غونډه كښې د سټېټ بانك لخوا په بهرنيو هېوادونو كښې د كار كوونكو بانكونو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ په غونډه كښې به په نېشنل بنك كښې د بهرتې د طريقې او پرمختګ په اړه هم بريفنګ وركولې شي۔