ترهه ګر د اولس عزم كمزورې كولې نه شي

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن د مردان ضلعي عدالت كښې د بمي چاودنې غندنې كولو سره په دې پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔اولس مشر غم جنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او دعا ئې وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔اولس مشر اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په پېښه كښې ژوبل كسانو له ښه طبي آسانۍ وركړئ۔ده د دې عزم پخلې وكړو چې ترهه ګر د خپل ناوړه عزائمو د لارې د ترهه ګرۍ په ضد عملياتو كښې خنډان نه شي رامخې ته كولې او نه د اولس عزم كمزورې كولې شي۔ده ووئيل حكومت او اولس د هېواد څخه ترهه ګري او انتهاخوښۍ ختمولو له لوظي دي۔