اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ مردان او پېښور كښې بمي چاودنو كښې په حق رسېدليو بخښنې لپاره فاتحه خواني كړې ده۔د جمعې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د جماعت اسلامي لارښود صاحبزاده طارق الله د اعتراض په نكته ووئيل مردان او پېښور كښې بمي چاودنې شوي۔په هغې كښې په حق رسېدليو كسانو بخښنې لپاره دې دعا وكړی شي۔د سپيكر په وېنا صاحبزاده طارق الله د مړو شويو كسانو بخښنې لپاره دعا وكړه۔حاجي غلام احمد بلور ووئيل چاودنې به كېږي او مونږ به دعاګانې كوو