د سړكونو جوړېدو سره به د پرمختګ ٬ امن او سوكالۍ نوې دور پېل شي ٬ لرو پرتو سيمو كښې سړكونه جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي

APP132-01 GWADAR: September 01 – Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif offering dua after unveiling the plaque at the ground breaking ceremony of Gwadar Free Zone. APP

سبي 01 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي سړكونو جوړېدو سره به د پرمختګ ٬ امن او سوكالۍ نوې دور پېل شي ٬ لر, پرتو سيمو كښې سړكونه جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ سي پېك منصوبه دښمنانان نشي هضمولي٬ ھغه كورني او بهرني طاقتونه څرګند شوې چا چې د بلوچستان اولس محرومه كړې٬ د الله پاك په فضل د ترهه ګرو ملا ماته كړې شوې٬ تر خپل منزل رسېدو به په قلاره نه كېښنو٬د بلوچستان اولس د خواب تعبير موندلو وخت راغلې٬ قامي وحدت لپاره د پرمختګ تصور رامخې ته كېږي٬ وړومبې به د كوهلو سبي ترمېنځه 600 كلوميټره اوس يوازې 174 كلوميټره مزل كولې شي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف دا خبرې د زيارت په ورځ د بلوچستان د دوه مهمو ضلعو ترمېنځه د مواصلاتي تړون وړ د 174 كلوميټره اوږد سبي كوهلو سترې لارې پرانستې دستورې ته وكړې۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ، وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ زهري ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال، د پورټ او شپنګ وفاقي وزی میرحاصل خان بزنجو او د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال(ر) ناصر جنجوعه ٬د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عامر ریاض او د اېن اېل سي مشر مېجر جنرال مشتاق هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل نوې لاره د نوې كور لاره پرانځي٬ نن د يو سړك پرانسته يوازې د يو لارې نه د خوشحالۍ ٬ امن او پرمختګ د امكاناتو پرانستې دي ٬د بلوچستان خوشحالي زمونږ منزل دے او دې ته رسېدو لپاره لارې جوړول ضرورې دي۔ده ووئيل د بلوچستان د پرمختګ ادعاګانې وړاندې هم شوې او د صوبې پرمختګ خپل منزل مقصود ګرځولې شوې وٶ خو دې منزل ته رسېدو لپاره لارې هم ضروري دي