وزیراعظم محمد نوازشریف د ګوادر فری زون،بزنس کمپلیکس او بند جوړولو پشمول د ګنو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه

ګوادر 01 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف د زيارت پھ ورځ ګوادر فری زون،بزنس کمپلیکس او بند پشمول د ګنو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه ٬د كومو مقصد چې د هيواد لرې پرتې سيمې مرکزی دايره كښې راوستل او د پرمختګ او سوكالۍ ميوو څخه مستفید کول دي۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی، وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ زهری ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال،د پورټ او شپنګ وفاقی وزیر میرحاصل خان بزنجو او د قامی سلامتیا سلاحكار لیفټېننټ جنرال(ر) ناصر جنجوعه هم د وزیراعظم سره ملګري وو ۔ دستوره كښی پاکستان كښې د چین سفیر سن وائی دونګ هم موجود وو ۔ پھ دې مهال وزیراعظم ته د بيلو پروژو پھ اړه بریفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ګوادر كښی پھ 23 سوه ایکړه زمكه د ګوادر فری زون د بنیاد تيګه كېښوده كومه به چې چائنه اوورسیز پورټ هولډنګ کمپنی جوړوي۔ ګوادر فری زون انفراسټرکچر به يو كال كښی جوړولې شي ، ګوادر فری زون كښې به انډسټریل یونټس جوړولې شي ۔ دا فری زون به 23 كلونو لپاره د ټیکس څخه مستثنیٰ وي۔ وزیراعظم د 4 لکھ ډالرو په لګښت فقیر آباد ،ګوادر كښې د چین پاکستان پرائمری سکول د بنیاد تيګه كېښوده ٬دا پروژه د چين کمیونسټ ګوند د اړخه ډالۍ ده ۔ وزیراعظم ګوادر بزنس سروس کمپلیکس د بنیاد تيګه كېښوده چرته به چې د کمپنیو، درآمد، برآمد کنندګانو دفترې جوړولې شي ، په دې پروژه به 2 اربه روپۍ لګښت راځي او دا به پھ دوه كلونو كښې بشپړولې شي ٬دغسې دلته به يو کنټېنر یارډ هم جوړولې شي۔وزیراعظم ګوادر كښې د شادی کور بند او د ساور کور بند پرانسته هم وكړه ، په دې بند په جون 2011ء كښی كار پيل شوې وو ٬بند كښې به د 45 زره ايكړه فټه اوبو ذخیرہ کولو ګنجائش وي۔ دغسې وزیراعظم د ګوادر پوهنتون د بنیاد تيګه هم كېښوده۔