نړيوال بانك به د تعليم٬روغتيا٬اوبو او د ډيزاسټر په څانګو كښې 65 كروړه ډالره مرسته كوي٬لوظ نامه لاس ليك شوه

اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) نړيوال بانك به د تعليم٬روغتيا٬اوبو او د ډيزاسټر په څانګو كښې 65 كروړه ډالره مرسته كوي او په دې لړ كښې په څلورو لوظ نامو لاس ليك شوے۔د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي سېكتر طارق باجوه د پاكستان حكومت د اړخه په لوظ نامو لاس ليك وكړو دغسې د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د بلوچستان حكومتونو نمائندګانو او د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر پچاموتهو ايلانګووان هم …

اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) نړيوال بانك به د تعليم٬روغتيا٬اوبو او د ډيزاسټر په څانګو كښې 65 كروړه ډالره مرسته كوي او په دې لړ كښې په څلورو لوظ نامو لاس ليك شوے۔د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي سېكتر طارق باجوه د پاكستان حكومت د اړخه په لوظ نامو لاس ليك وكړو دغسې د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د بلوچستان حكومتونو نمائندګانو او د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر پچاموتهو ايلانګووان هم په لوظ نامو لاس ليك وګړو۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په دې موقع هم موجود وو۔وفاقي وزير د نړيوال بانك د اړخه د پاكستان په مرسته كولو مننه وكړه٬ د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر د پاكستان اقتصادي اصلاحات كښې پېشرفت او د دريو كلونو پھ مهال اقتصادي استحكام وستائېلو۔د لوظ نامې ترمخه به بلوچستان كښې انټيګرېټډ واټړ ريسورسز منېجمنټ ډوېلپمنټ پراجېكټ لپاره 20 كروړه وركولې شي دغسې د سندھ په خاص سيمو كښې د سېلاب او وچكالۍ خطرو كمولو له د 10 كروړه ډالرو يوه لوظ نامه هم لاس ليك شوه ۔نېشنل ايمونائزېشن سپورټ پراجېكټ په اړه 5 كروړه ډالرو په لوظ نامه هم لاس ليك وشو۔د 30 كروړه ډالرو پنجاب ايجوكېشن سېكټر پراجېكټ ترمخه صوبه كښې تر معياري تعليم رسنې او د دې څانګې د كار استعداد زياتولو لوظ نامه هم لاس ليك شوه ۔پھ دې موقع وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ووئيل هيله ده دې پروژې بشپړېدو سره به د اولسي ښېګړې وضعه ښه شي

مزید خبریں