اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان په سيمه ايز او نړيوال فورمز د چين په ملاتړ باور لري او پاكستان كښې حقيقي معاشي پرمختګ له د چين مرستې او هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه د ورورولۍ تاريخي اړيكو ذكر كولو سره سپيكر ووئيل نړيوالې ورورولۍ د دواړو هېوادونو د ملګرتيا كوم برابرې وړاندې …
د پاك چين ملګرتيا د جغرافيائي٬معاشي٬تاريخي او ستراتېژېكي ګټې په قوي بنيادونو اډانه ده

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان په سيمه ايز او نړيوال فورمز د چين په ملاتړ باور لري او پاكستان كښې حقيقي معاشي پرمختګ له د چين مرستې او هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه د ورورولۍ تاريخي اړيكو ذكر كولو سره سپيكر ووئيل نړيوالې ورورولۍ د دواړو هېوادونو د ملګرتيا كوم برابرې وړاندې كړی نه دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره په پارلېمنټ هاؤس كښې ليدل۔سردار اياز صادق ووئيل د پاك چين ملګرتيا د جغرافيائي٬معاشي٬تاريخي او ستراتېژېكي ګټې په قوي بنيادونو اډانه ده٬د سي پیك بشپړېدو سره به د پاك چين اړيكو نوې دور پېل شي٬ ده ووئېل سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو مقابلې له د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې رابطو ته اړتيا ده۔ده د پاكستان پارلمان په شمسي توان منتقل كولو د چين مرسته وستائېله۔ده د كوټلي پرمختګ اهدافو او حقيقي اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه شراكتدارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔د چين سفير د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خيالاتو توثيق كولو سره ووئيل په نړۍ كښې د پاكستان او چين د ملګرتيا اړيكو مثال نشته۔ده ووئيل چين د پاكستان سره كوټلي شراكتدارۍ له لوظي دے او شريكې اړيكې مستحكمول غواړي









