د پاكستان په حق كښې پريكړه لويه كاميابي ده٬په ژمي كښې د ګاز وركولو وضعه به ښه وي

اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)د ثالثي ڼريوال عدالت د پروګيس ټرمينل سرمايه كارو لخوا د پاكستان حكومت په ضد د 573 ملينه ډالرو تاوان مقدمه خارج كړې ده او مقدمه كوونكو ته د خرڅونو په لړ كښې د پاكستان حكومت ته د 11 ملينه ډالرو وركولو امر كړې دې ۔د شورو په ورځ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي خبري كنفرنس ته خپل خطاب …

اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)د ثالثي ڼريوال عدالت د پروګيس ټرمينل سرمايه كارو لخوا د پاكستان حكومت په ضد د 573 ملينه ډالرو تاوان مقدمه خارج كړې ده او مقدمه كوونكو ته د خرڅونو په لړ كښې د پاكستان حكومت ته د 11 ملينه ډالرو وركولو امر كړې دې ۔د شورو په ورځ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل پروګيس ټرمينل جوړونكو سرمايه كارو د اېل اېن جي په بيعه د تحفظاتو څرګندونې سره دوه اړخيزه لوظ نامه ختمه كړې او نړيوال د ثالثي عدالت ته يې معامله وړاندې كړې ده ۔د عراق سرمايه كار علي علاوي د 70 ملينه ډالرو او پروګيس ټرمينل نورو سرمايه كارو د 503 ملينه ډالرو تاوان له مقدمه كړې وه او دا دريځ يې خپل كړې وو چې پاكستان كښې د اېل پي جي بيعه كمه شوې٬په دې سوب مونږ درآمدي اېل پي جي نه شو خرڅولې٬نړيوال عدالت ته د مقدمې سماعت په مهال پخواني وزيراعظم شوكت عزيز او د پېټروليم پخوانې وفاقي وزير عثمان امين الدين هم د پاكستان حكومت خواست وړاندې كولو او د پاكستان حكومت په حق كښې ئې شهادتونه وركول۔په دې موقع په هغوي جرح هم شوې وه ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل نړيوال عدالت كښې د پاكستان موقف په حق كښې د شهادت كولو مونږ د شوكت عزيز او عثمان امين الدين مننه كو

مزید خبریں