هېواد كښې به د لوډشېډنګ تل لپاره خاتمه وكړې شي٬د برېښنا روانو پروژو بشپړېدو سره به په نېشنل ګرډ كښې په زيات مقدار برېښنا شامله كړی شي

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې هېواد كښې به د لوډشېډنګ تل لپاره خاتمه وكړې شي٬د برېښنا روانو پروژو بشپړېدو سره به په نېشنل ګرډ كښې په زيات مقدار برېښنا شامله كړی شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د توان په اړه د كابينه كمېټۍ د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔پھ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي سېكتر يونس ډھاګه هېواد كښې د برېښنا د روانو پروژو د بشپړېدو په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې د برېښنا روانې پروژې په مارچ 2018 كښې ترسره شي۔د وزيراعظم هاؤس لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئېلي شوي دي چې په ټاكل شوي وخت كښې په ترسره كېدونكو دې پروژو كښې د تهري اېل اېن جي پاور پلانټ(بهيكهي)٬حوېلي بهادر٬ بلوكي 3600 مېګاواټ٬چشمه تهري او فور نيوكليئر(340)مېګاواټ د يوې منصوبې٬ ګدوګيس 400 مېګاواټ پلس٬نندي پور ګيس 100 مېګاواټ پلس٬ ساهيوال كول(1320)مېګاواټ٬ګڼ شمېر ډونډ پګاس(350)مېګاواټ٬ پترنډا اېچ بي پي هائيډل(147)مېګاواټ٬فېصل آباد ګيس(250)مېګاواټ٬نيلم جهلم(969) مېګاواټ او د تربېلا پراختيا څلورم پراؤ(1410)مېګاواټ او د پورټ قاسم پاور پلانټ (1320)مېګاواټ پروژې شاملې دي۔غونډې ته ووئيل شول چې تر مارچ 2018 به په مجموعي توګه 11 زره 131 مېګاواټ برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړې شي۔غونډې ته دا هم ووئيل شول چې د ټولو روانو پروژو له مخې د ټرانسمېشن لائن پروژې هم روانې دي٬په دې پروژو ډېره سرمايه كاري شوې۔د اضافي برېښنا سره به ډسټري بيوشن نېټ ورك په ښه ډول د لوډ شېډنګ خاتمې لپاره د برېښنا تقسيم عملي كړې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د هېواد په تاريخ كښې وړاندې كله هم د توان په څانګه كښې دومره لويه سرمايه كاري نه ده شوې۔ده ووئيل چې حكومت نه يوازې د برېښنا كمې پوره كولو ته پام كړې بلكې په سباؤن كښې يې د برېښنا طلب پوره كولو لپاره هم اقدامات كوي۔وزيراعظم ووئيل د برېښنا په پېداوار كښې زياتوالي سره به اقتصادي پرمختګ٬د روزګار موقعې وركولو٬په صنعتي هلو ځلو كښې د زياتوالي او د غېر ملكي سرمايه كارۍ موقعې هم وده وكړي۔وزيراعظم ووئيل چې هغه به پخپله د برېښنا د روانو پروژو په وخت ترسره كېدو لپاره څارنه كوي او پخپله به د پروژې حاې ته تللو سره د پروژو جاج اخلي۔په غونډه كښې د د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د پېټروليم وزير شاهد خاقان عباسي٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او سينئر چارواكو هم ګډون كولو۔