د هند جارحيت د مېړنې كشميري اولس د خپلواكۍ د ھڅو مخه نشي نيولې

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې پھ بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو په تشدد سخته اندېښنه ښكاره كولو سره وئېلي دي د هند جارحيت د مېړنې كشميري اولس د خپلواكۍ د ھڅو مخه نه شي نيولې٬د كشمير په اړه خبرو اترو لپاره د پاكستان تجويز په ځواب كښې د هند انكار د خفګان وړ دے ٬نړيواله ټولنه …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې پھ بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو په تشدد سخته اندېښنه ښكاره كولو سره وئېلي دي د هند جارحيت د مېړنې كشميري اولس د خپلواكۍ د ھڅو مخه نه شي نيولې٬د كشمير په اړه خبرو اترو لپاره د پاكستان تجويز په ځواب كښې د هند انكار د خفګان وړ دے ٬نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميري اولس سره كړي لوظونه تر سره كړي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سلامتي كونسل پنځو مستقلو غړيو چين٬فرانس٬روسيې٬برتانيې٬امريكې او د اروپائي ائتلاف سفيرانو ته پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو پھ خلاف ورزيو بريفنګ په مهال وكړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاحكار پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پھ كشميري اولس د ظلم او زور پھ نتيجه كښې د 80 بې ګناه كشميريانو په وژنه سخته اندېښنه ښودلې۔سرتاج عزيز ووئيل د هند د جارحيت د غيور كشميري اولس د خپلواكۍ د ھڅو مخه نه شي نيولې۔ده پھ دې لړ كښې سفيران د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او د هندي خارجه سېكتر ترمينځه د خطونو د تبادلې په اړه خبر كړه۔خارجه سلاحكار ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر لخوا د كشمير شخړی هواري لپاره د سهولت كار د وړاندېز هركلې كړي۔

مزید خبریں