اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)خارجه دفتر وئيلي دي پاکستان هند سره تنيجه وركوونكو خبرو اترو باندې باور لري٬ هند سره په خبرو كښې به د كشمير كشاله له هر څه وړومبۍ وي٬ پاكستان د سوله ايز هېواد په حېث ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز خبري بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا ووئيل پاكستان د کشمیر …
پاکستان د هند سره په تنيجه وركوونكو خبرو اترو باور لري

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)خارجه دفتر وئيلي دي پاکستان هند سره تنيجه وركوونكو خبرو اترو باندې باور لري٬ هند سره په خبرو كښې به د كشمير كشاله له هر څه وړومبۍ وي٬ پاكستان د سوله ايز هېواد په حېث ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز خبري بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا ووئيل پاكستان د کشمیر كشالې هواري له پرله پسې او په زړه پورې هڅې كوي۔ده ووئيل پاكستان هند ته د كشمير په كشاله د كوټلو خبرو بلنه وركړې ۔ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د ظلمونو د لاسه په تيره يوه مياشت كښې 80 كشميريان شهيدان او په سلګونو ژوبل شوي دي۔د بلوچستان پحقله د هندي وزیراعظم نرېندرا مودي بيان وياند د مقبوضه كشمير وضعې څخه د نړيوالو هېوادونو پام لري كولو له ناكامه هڅه وګرځوله۔ ده ووئيل هند د خپلواكۍ حق لپاره د كشميريانو هلو ځلو څخه د نړۍ پام نشي اخوا كولې۔ د هند او افغانستان نزدې پوځي اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا د دوو خپلواكو هېوادونو كورنۍ معامله ده٬ پاكستان په دې كومه تبصره نه غواړي خو ده خبردارے وركړو چې هند له د افغانستان خاوره د پاكستان اړي ګري له كارول نه دي پكار ۔د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړيتوب په اړه وياند ووئيل پاکستان د اېن اېس جي د غړيتوب بشپړ صلاحيت لري او په دې لړ كښې د كوم هم غېر امتيازي سلوك په ضد دے ۔ ده ووئيل د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي د اېن اېس جي غړيتوب مرستې په لړ كښې بېلاروس او قزاخستان ته تللے دے ۔د افغان مسئلې په اړه وياند ووئيل سياسي خبرې د افغان مسئلې يوازنې لار ده ۔ ده ووئيل پاکستان به افغانستان كښې امن لپاره مرسته روانه ساتي۔وياند ووئيل پاكستان سږ كال نومبر كښې د 19م سارك مشرانو غونډې كوربتوب كوي٬ په دې لړ كښې ټولې تيارۍ تر سره شوې ۔د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا په اټاليه كښې د زلزلې له امله په شوي زيان د اټاليې دولت سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔









