د پوځي او سوېلين امنيتي ځواكونو او د صوبې د امن خوښونكو خلكو په ډېرو قربانو په بلوچستان كښې امن بحال شوے

APP82-24 ISLAMABAD: August 24 - Sardar Sanaullah Zehri, CM Balochistan called on Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif at PM House. APP

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نوازشريف وئېلي دي چې بلوچستان زما زړه ته ډېر نزدے دے٬ د پوځي او سوېلين امنيتي ځواكونو او د صوبې د امن خوښونكو خلكو په ډېرو قربانو په بلوچستان كښې امن بحال شوے٬ مونږ به د امن او پرمختګ دښمنانو ته په صوبه كښې د پرمختګ په عمل كښې د خنډانو رامخې ته كولو اجازه ورنه كړو۔ ده دا خبرې د بلوچستان وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري سره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعلٰی وزيراعظم په صوبه كښې د سلامتيا مجموعي صورتحال او په خاص توګه د كوئټې بريد څخه وروستو د وګړو امن او سلامتيا باوري كولو لپاره د صوبائي حكومت لخوا د پورته كړې شويو ګامونو په اړه خبر كړو۔ ده وزيراعظم ته د بلوچستان په بېلا بېلو برخو كښې د روانو پرمختيائي پروژو او د خېر ښېګړې سكيمونو په اړه هم ووئيل۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل چې وفاقي حكومت د بلوچستان د اولس ښه ژوند لپاره په صوبه كښې د بنيادي ډهانچې پرمختګ او د خېر ښېګړی پروژې د مخ په وړاندې بوتللو عزم لرو۔ ده ووئيل چې بلوچستان ته به د پاك چين اقتصادي راهدارۍ تر ټولو زياتې ګټې ورسي