
اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف په انټرنېشنل ټېسټ كركټ كښې په لوړه درجه ترلاسه كولو د پاكستان كركټ بورډ انتظاميې٬ د كركټ قامي لوب ډلې او قام له مباركي وركړې ده ۔د وزيراعظم هاؤس له مخې د نهې په ورځ په يو پېغام كښې وزيراعظم ووئيل په حقيقت كښې دا مونږ لپاره د قامي وياړ لمحه ده٬ زمونږ كركټ لوب ډلې څرګنده كړې چې هغه په نړۍ كښې د كركټ تر ټولو غوره لوب ډله ده۔وزيراعظم ووئيل د مصباح الحق پھ كپتانۍ كښې كركټ لوب ډلې په تېرو ټېسټ ميچونو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔مونږ هيله لرو چې د دوي پياوړې كاركردګي به دغسې دوامداره وي او قامي لوب ډله به راتلونكي وخت كښې هم هېواد لپاره كاميابۍ ترلاسه كړي