
اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان کراچۍ كښې د ميډيا په نمائندګانو د بريدونو نوټس اخستلو سره د د رينجرز ډی جی څخه راپور غوښتلې دے۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدری نثار علی خان د ګل په ورځ کراچۍ كښې د میډیا په نمائندګانو او میډیا چینلو د بريدونو نوټس اخستلو سره وئيلي چې په میډیا چینلو بريدونه د قبلولو وړ نه دي، د رينجرز ډی جی دې د ټولو پېښو تفصیلی راپور وړاندې كړي