د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېکنك غونډه

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) د قومی اقتصادی کونسل انتظامی کمېټۍ (اېکنك) غونډه د ګل پھ ورځ د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د 22 اربه 16 کروړه 50 لکھ روپو لګښت سره د بلوچستان انټیګریټډ واټر ریسورس مېنجمنټ اېنډ ډوېلپمنټ پروژې جاج اخستلو نه پس منظوری وركړې شوه۔ دې پروژې سره به د بلوچستان زياتره سيمه مستفید شي۔دې پروژې سره به د څښلو پاكو اوبو وركول ٬ د سیلابونو خطرو كښې کمې‘ لائیو سټاك او ځنګلونو سره سره زرعی پیداوار زياتولو كښې هم مرسته وشي۔د پروژې لګښت كښې 20 کروړه ډالره غیر ملکی مرسته هم شامل ده۔ دا پروژه به 6 كلونو كښې بشپړ شي۔ ایکنك لواری ټنل سړك او ایکسیس سړك پروژې 26 اربه 85 کروړه 50 لکھ روپو نظرثانی شوې لګښت سره منظوری وركړه۔ هيله ده دا پروژه به تر اکتوبر 2017ء بشپړ شي۔ دا پروژه به نېشنل هائی وے اتھارټی بشپړوي۔ د لواری ټنل او این 45 پروژه د ستراتيجكي اهمیت او د دغو سيمو د پرمختګ او د اولسې اسانيو وړ پروژه ده۔ دغسې خېبر پښتونخوا كښې 59.1 کلومیټره اوږد برهان حویلیا ایکسپریس وے ای 35 جوړولو هم منظوری وركړې شوې۔ دا منصوبه په تر كال 2017 ترسره كېږي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير مظفر سید په منصوبو د كار رفتار ګړندې كولو لپاره د وزیراعظم نواز شریف د حکومت مننه كولو سره ووئيل دا منصوبې ډېر اهميت لري۔ اېكنك د شپ لفټ اېنډ ټرانسفر سسټم او اړوند مشينرۍ او آلات د كراچۍ شپ يارډ كښې د لګولو هم منظوري وركړه ۔په دې منصوبه به 9 اربه 56 كروړه 30 لكه روپۍ نظر ثاني شوې لګښت راځي۔ په غونډه كښې د د لاهور سيالكوټ د 89 كلوميټره اوږدې موټروے د 45 اربه 38 كروړه 20 لكه روپو نظر ثاني شوي لګښت هم منظوري وركړې شوه۔۔دا پروژه به 27 مياشتو كښې تر دسمبر 2018ء بشپړ شي۔