وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید کراچۍ كښې په میډیا هاؤسز د بريدونو غندنه وكړه

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید کراچۍ كښې په میډیا هاؤسز د بريدونو غندنه كړې۔ د وفاقی وزیر د اړخه د ګل په ورځ جاری شوې بيان له مخې ده ووئيل جمهوری حکومت د رايو په څرګندونه باور لري او د میډیا په آزادۍ به كوم بريد زغملې نه شي۔ ده ووئيل پھ كوم هم نيوز چینل بريد …

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید کراچۍ كښې په میډیا هاؤسز د بريدونو غندنه كړې۔ د وفاقی وزیر د اړخه د ګل په ورځ جاری شوې بيان له مخې ده ووئيل جمهوری حکومت د رايو په څرګندونه باور لري او د میډیا په آزادۍ به كوم بريد زغملې نه شي۔ ده ووئيل پھ كوم هم نيوز چینل بريد د میډیا پھ آزادی بريد دے ۔ ده ووئيل بايد صوبائی حکومت ميډيا سره اړوند كسانو او د ميډيا هاؤسز سلامتیا او تحفظ باورې كولو له د دې پېښې نوټس واخلي۔