آپرېشن ضرب عضب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كامياب پاتے شوے

APP59-18 ISLAMABAD: August 18 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif in a meeting with Borge Brende, Foreign Minister of Norway held at PM House. APP

اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد څخه د ترهه ګرۍ نوغې ويستل د حكومت اولنۍ ترجيح ګرځولو سره وئيلي آپرېشن ضرب عضب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كامياب پاتے شوے۔حكومت د كركيلې او صنعت په شمول د معيشت ټولو څانګو ته خاص پام كوي۔ د مقبوضه كشمير اولس خپلې آزادۍ له هڅې كوي د كومې حق چې دوئي ته د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې وركړې شوې۔ نړيواله ورورولي بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان هند سره د كشمير مسئلې حل لپاره په امن ناكه خبرو باور لري۔ وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ناروے خارجه وزير بورج برېنډے سره خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم هاؤس كښې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔د ناروے خارجه وزير د كوئټې په پېښه د ناروے وزيراعظم او اولس لخوا وزيراعظم سره غمرازي ښكاره كړه۔