قامي نصاب كونسل كار پیل كړې٬په سندھ كښې د مبصر په حېث شامل يم٬

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي چې قامي نصاب كونسل كار پیل كړې٬په سندھ كښې د مبصر په حېث شامل يم٬مونږ بنيادي نصاب په ګډه جوړول غواړو۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شېخ صلاح الدين د پوښتنې په ځواب دوهم وزير ووئيل د نصاب معامله مهمه ده٬ دا هم صوبو ته منتقل شوې خو مونږ د بين الصوبائي تعليم كنفرنس فعال كړې۔ ده ووئيل د صوبو په استعداد كښې فرق دے۔ ده ووئيل كه ټولې صوبې خپل خپل نصاب جوړ كړي نو دا كار به ښه وي او اثرات به يې هم زيات وي۔دې لپاره د يو ډول نصاب له كار كوو۔ده ووئيل مونږ به په ګډه بنيادي نصاب جوړوو۔قامي نصاب كونسل كار پیل كړې په ځينو چارو اتفاق هم شوې۔پھ دې كښې د تعليم پوهان او دانشور شامل دي