د خبېر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا په پېښور ګورنر هاؤس كښې د ازادې ورځې په موقع د بېرغ هسكولو دستورې ته وېنا

پېښور 14 اګست (اے پی پی) د خبېر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي چې د اګست 14مه نېټه مونږ لپاره لويه تاريخي ورځ ده٬ په دې ورځ مونږ ته الله تعالٰي د ازادې نعمت راكړے٬ د پاكستان پوځ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو٬ اولس او په خاص توګه قبائيلي اولس بې مثاله قربانې وركړې دي۔ د دوي قربانيو ته قوم په درنه سترګه ګوري۔ ده دا خبرې په پېښور …

پېښور 14 اګست (اے پی پی) د خبېر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي چې د اګست 14مه نېټه مونږ لپاره لويه تاريخي ورځ ده٬ په دې ورځ مونږ ته الله تعالٰي د ازادې نعمت راكړے٬ د پاكستان پوځ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو٬ اولس او په خاص توګه قبائيلي اولس بې مثاله قربانې وركړې دي۔ د دوي قربانيو ته قوم په درنه سترګه ګوري۔ ده دا خبرې په پېښور ګورنر هاؤس كښې د ازادې ورځې په موقع د بېرغ هسكولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د پاك پوځ افسران٬ سركاري چارواكي ٬ بېلا بېلو قبائيلي اېجنسو سره تعلق لرونكو قبائيلي مشران٬ ټاكل شوي استازي او د بېلا بېلو سكولونو زده كوونكي په لويه شمېره موجود وو۔ په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره خاص دعا هم وكړې شوه۔ ګورنر په خپله وېنا كښې ووئيل چې پاكستان يو اټومي قوت دے٬ دښمن زمونږ وطن ته په ناولي نظر هم نشي كتلې۔ ده په دې موقع د كوئټه پېښې ذكر كولو سره ووئيل چې قوم د كوئټه پېښې ځپلو سره دے٬ دا دستوره په سادګې سره لمانځلو سره مونږ د كوئټه غم جنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د دښمن داسې بزدلانه فعاليتونو سره د پاكستاني اولس او پاك پوځ حوصله نه شي كمزورې كېدے۔ په دې موقع قبائلي مشرانو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې او د پاكستان پرمختګ او سلامتيا لپاره ئې دعا وكړه۔

مزید خبریں