اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان سباؤن جمهوريت سره تړون لري٬ په جمهوري لار تللو سره مونږ د هېواد پرمختګ او خوشحالي باوري كولې شو٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ټول قوم د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے٬ ليدل كېدونكې او نه ليدل كېدونكې دښمن به تېښتې ته پرې نه ږدو٬ د چېلنجونو مقابلې لپاره د تحريك …
د اولس مشر ممنون حسېن په كنونشن سنټر كښې د ازادې د جشن په موقع د قومي بېرغ هسكولو مركزي دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان سباؤن جمهوريت سره تړون لري٬ په جمهوري لار تللو سره مونږ د هېواد پرمختګ او خوشحالي باوري كولې شو٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ټول قوم د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے٬ ليدل كېدونكې او نه ليدل كېدونكې دښمن به تېښتې ته پرې نه ږدو٬ د چېلنجونو مقابلې لپاره د تحريك پاكستان پشان د جذبې ضرورت دے٬ معاشي استحكام او د ناامني خاتمې لپاره به په قومي اېجنډا كار كول وي٬ پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكې د حق سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر كښې د ازادې د جشن په موقع د قومي بېرغ هسكولو مركزي دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د دې نه وړاندې ده وزيراعظم محمد نواز شريف سره يو ځائ قومي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقع سرلښكر جنرال راحيل شريف٬ د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق٬ وفاقي وزيران٬ سروسز چيفس٬ د بېلا بېلو هېوادونو سفيران٬ وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون او د ټولنې هرې طبقې سره تعلق لرونكي كسان موجود وو۔ اولس مشر په خپله وېنا كښې ووئيل چې د اوسنيو چېلنجونو مقابلې لپاره د تحريك پاكستان پشان د هڅو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح﴿رح﴾ جمهوريت د يو مسلمان د ژوند لازمي برخه ګڼله او دا ئې د پرمختګ زينه ګڼله۔ اولس مشر قوم ته ووئيل چې هغوي دې فروعي اختلافات پرېښودلو سره د تحريك پاكستان مشن هغه عزم سره مخ په په وړاندې بوتللو لپاره يو موټې شي چې دغسې پاكستان د يو قوي جمهوري پېژنګلې وړ هېواد جوړ كړے شي۔ ده قوم ته ووئيل چې د قانون حكمراني دې باوري كړي۔ د بېرغ هسكولو دستوره 9 بجې پېل شوه۔ د دې څخه وړاندې په ټول هېواد كښې سائرن وغږول شو او بيا يوې دقيقې لپاره ټرافيك ودرېدو۔ د اسلام آباد د بېلا بېلو تعليمي ادارو زده كوونكو ملي سرود او ملي نغمې وړاندې كړې۔ په وفاقي پايه تخت كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي وكړې شوه۔ اولس مشر او وزيراعظم د پاكستان قومي لباس اغوستې و۔ اولس مشر ووئيل چې د ازادې په موقع قوم د كوئټې په اوسنې پېښه كښې په ځاني زيان غم جن دے٬ ټول قوم د دې پېښې ځپليو سره د يووالي څرګندونه كوي٬ د دې شهيدانو وينه به نه بې ځايه كېږي۔ اولس مشر ووئيل چې د ضرب عضب عملياتو نتيجې راوځي۔ ده اميتي ادارو ته ووئيل چې د دې لغنت خاتمې لپاره دې نوي عزم سره مېدان ته راوځي۔ ده د ترهګرې په پېښو كښې قربانې وركوونكو اميتي ځواكونو او سول ابادې ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔ ده اولس ته ووئيل چې د دښمن پھ ضد دې اتحاد وكړي۔ اولس مشر د دې هيلې څرګندوه وكړه چې ځوان كول به قومي پرمختګ لپاره د رغونې كردار ترسره كړي۔ د قائداعظم د ژوند او د تحريك پاكستان د يو څو پېښو حواله وركولو سره ده ووئيل چې قائداعظم مونږ ته يو كامياب رياست لپاره د لارښونې اصول راكړي دي چې پكښې مساوات٬ ورورولي٬ انصاف٬ د قانون حكمراني٬ ازاده خارجه پاليسي او د رياستونو ترمېنځه په مساوي بنيادونو د دوستې اړيكې شاملې دي۔ اولس مشر ووئيل چې ميثاق تعليم بايد وړومبې قومي ترجيح وي۔ ده اولس ته ووئيل چې د خپلې ذمه وارې احساس وكړي۔ اولس مشر ووئيل چې بايد مونږ د ازادې د جشن په موقع خپل كشميري وروڼه هېر نه كړو كوم چې د خپل ازادې حق لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكې د حق سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د دستورې په پاې كښې د پاك پوځ بېنډ د قومي سرود دهن وغږولو۔ ترانې او ملي سندرې ويونكو ماشومانو سره اولس مشر او وزيراعظم عكسونه وويستل۔﴿م ع/ م ع 1546﴾










