د خبريالانو ساتنې له به ډېر زر پروټېكشن بل د اسمبلۍ څخه منظور كړے شي

اسلام آباد ۔ 12 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د خبريالانو ساتنې له به ډېر زر پروټېكشن بل اسمبلۍ څخه منظور كړے شي۔ د مشکلاتو حل له به د اطلاعاتو وزارت ډیډېکېټ سینئر افسر تعينات كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارلماني رپورټنګ كوؤنكو خبريالانو نمائنده تنظيم پی آر اے تر سېوري لاندې د كوئټه پېښه كښې د شهيد شوي نجي …

اسلام آباد ۔ 12 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د خبريالانو ساتنې له به ډېر زر پروټېكشن بل اسمبلۍ څخه منظور كړے شي۔ د مشکلاتو حل له به د اطلاعاتو وزارت ډیډېکېټ سینئر افسر تعينات كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارلماني رپورټنګ كوؤنكو خبريالانو نمائنده تنظيم پی آر اے تر سېوري لاندې د كوئټه پېښه كښې د شهيد شوي نجي چېنلز كېمره مېنز په ياد كښې د تعزيت دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د اطلاعاتو سېكتره صباﺀ محسن هم موجود وه۔ د قام اسمبلۍ سپيكر ایاز صادق ووئيل د خبريالانو مسئلې زما مسئلې دي۔ د دې كميونټي اسانيو او د دوئي مشكلات كمولو له به هر ممكن ګام پورته كوم۔ دې مقصد له دې خبريالان ما ته نه راځي زه به پخپله دوئي ته ورځم زه دوئي سره يو مضبوط تړون لرم۔ ده ووئيل حادثو سره مخ كېدونكو خبريالانو او د شهيد كېدونكو لپاره به يو انډونمنټ فنډ جوړولې شي۔ په دې اړه به زه پخپله وزيراعظم سره خبره كوم۔ ده ووئيل خبريال په مشكل حالاتو كښې خپل فرض ترسره كوي۔ افسوس په دې خبره دے چې د كېمرې انشورنس خو وي ولې د دې د كارونكي انسان نه۔ ده ووئيل ای اېف یو سره به خبره كوم چې د خبريالانو انشورنس له خاص پېكج جاري كري۔ ده ووئيل زه خبريالانو ته هم وائيل چې خپل زمه وار صحافت ته وده وركړي۔ سياستمدار او خبريال بايد په يو بل د تورونو لګولو په ځائې ثبوت سره خبر وكړي۔ ده ووئيل د رپورټنګ ودې له به صوبو كېښې پارلماني كورېج كوؤنكي خبريال وفاق ته راغوښتلې او د وفاق خبريالان به صوبو ته لېږلې شي۔ د قامي كچې وركشاپ به كولې شي۔ وروستو د شهيد شويو خبريالانو بخښنې له دعا وغوښتلې شوه۔

مزید خبریں