اسلام آباد،کوئټه ۔ 12 اګست (اے پی پی) ۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي ډرن ترهه ګرو بې ګناه وكيلان او خبريالان بې رحمۍ سره په نښه كړې۔ د هېواد دښمنه عناصرو بزدلانه كاروايو سره د قام حوصلې كمزورې كېدې نه شي۔ مونږ د غم په دې وخت كښې وكيلانو وروڼو سره سم ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ …
ترهه ګرو بې ګناه وكيلان او خبريالان بې رحمۍ سره په نښه كوي

مزید خبریں
اسلام آباد،کوئټه ۔ 12 اګست (اے پی پی) ۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي ډرن ترهه ګرو بې ګناه وكيلان او خبريالان بې رحمۍ سره په نښه كړې۔ د هېواد دښمنه عناصرو بزدلانه كاروايو سره د قام حوصلې كمزورې كېدې نه شي۔ مونږ د غم په دې وخت كښې وكيلانو وروڼو سره سم ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ د كوئټې دورې په مهال د كوئټې پېښه كښې د شهيد شويو وكيلانو كورنيو سره د ملاقات او سي اېم اېچ كوئټه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنې په مهال خبرو كښې وكړه۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ په دې موقع دوهم وزير ظفر الله خان هم وفاقي وزير سره ؤ۔ وفاقي وزير د بلوچستان هائي كورټ ستر قاضي ٬ ګورنر او اعلی وزير سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ بلوچستان بار ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت د بلوچستان بار د خدماتو ستائنه كوي او د بار مسئلې حل كولو له هڅې كوي٬ په دې لړ كښې به بشپړ تګلار وضعه كولو له زر تر زره غونډه رابللې شي۔ وفاقی وزیر د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئۍ سره ملاقات كښې ووئيل ترهګرو د عدليه او صحافت په آزادۍ د بندېز لګولو ناوړه هڅه كړې۔ ده ووئيل هېواد دښمنه عناصر د پاكستان د امن وضعه خرابولو له دا ډول ډرنې كاروائۍ كوي ولې د پاكستان حكومت او ټول قام به په ګډه ددوئي دا عزائم ناكامه كړي۔ د بلوچستان هائي كورټ ستر قاضي سره ملاقات كښې ده ووئيل د ترهه ګرو ملا ماته شوې۔ او اوس دوئي خپله ناكامي پټولو له اسان هدفونه په نښه كوي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهه ګرو په ضد يو موټې دې او تر آخري ترهه ګر خاتمې به د دوئي په ضد جنګ روان ساتلے شي۔ وفاقي وزير د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري سره هم ملاقات او ده ته ئې د امن او امان په لړ كښې د وفاقي حكومت لخوا د بشپړې مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل بايد مونږ ټول يو موټې كېدو سره د ترهه ګرۍ نوغې وباسو۔ ظفراللہ خان ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د بلوچستان حكومت او اولس سره سم ولاړ يو۔ هېواد دښمنه عناصر هېواد كښې انتشار خپروي۔ ولې مونږ به دوئې په خپلو ناوړه مقصدونو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدو۔










