پاکستان د پرمختګ پلو روان دے ، د جی ډی پی شرح 3.7 فیصد نه زياتېدو سره 4.7 فیصد ته رسېدلې

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پاکستان د پرمختګ پلو روان دے ، د جی ډی پی شرح 3.7 فیصد نه زياتېدو سره 4.7 فیصد ته رسېدلې، د زرمبادله پانګې 10اربه ډالره نه زيانېدو سره 23اربه ډالرو ته رسېدلې ، پاکستان اسټاک ایکسچېنج د 12 زره نه 40 زره ته رسېدلې ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د …

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پاکستان د پرمختګ پلو روان دے ، د جی ډی پی شرح 3.7 فیصد نه زياتېدو سره 4.7 فیصد ته رسېدلې، د زرمبادله پانګې 10اربه ډالره نه زيانېدو سره 23اربه ډالرو ته رسېدلې ، پاکستان اسټاک ایکسچېنج د 12 زره نه 40 زره ته رسېدلې ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ راډيو پاکستان كښې يو سیمینار ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل نن پاکستان د خپلواكۍ پلو كاميابۍ سره روان دے ۔ ده ووئيل نن پاكستان ټولو څانګو كښې پرمختګ كوي ، كوم هم قام تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې د هغوي سوچ مثبت نه وي۔ ده ووئيل د نن پاکستان د 2013ء مقابله كښې زيات بهتر دے۔ ده ووئيل هيواد كښې د امن وضعه وخت په وخت ښه كېږي۔ پاکستان اوس يو ښه طاقت جوړېږي۔ ده ووئيل اقتصادی راهداری يو حقیقت دے، پاکستان او چین د دې حقیقت لپاره لوظي دي او د دې نتيجې به د سيمې 13 اربه وګړو ته ورسي۔ ده ووئيل حکومت د هيواد معیشت ته پام لرنه كوي ۔ معاشی مېدان كښې د اصلاحاتو په سوب نړۍ كښې د پاکستان پوزېشن ښه شوے۔

مزید خبریں