قامي شخصياتو او ورثې ته د پام لرنې اختيارات يو ځل بيا د وفاقي حكومت تحويل ته راړولو له هڅې روانې دي۔ عرفان صدیقی

لاهور 10 اګست(اے پی پی ) قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عرفان صديقي وئيلي دي چې قامي شخصياتو او ورثې ته د پام لرنې ټول اختيارات كوم چې د 18 م بدلون څخه وروستو اړوند صوبائي حكومتونو ته وركړې شوي وو يو ځل بيا د وفاقي حكومت تحويل ته راړولو له هڅې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عرفان صديقي ايوان اقبال كښې د اقبال …

لاهور 10 اګست(اے پی پی ) قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عرفان صديقي وئيلي دي چې قامي شخصياتو او ورثې ته د پام لرنې ټول اختيارات كوم چې د 18 م بدلون څخه وروستو اړوند صوبائي حكومتونو ته وركړې شوي وو يو ځل بيا د وفاقي حكومت تحويل ته راړولو له هڅې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عرفان صديقي ايوان اقبال كښې د اقبال اكېډمۍ ګورننګ باډي غونډې څخه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده وئيل ډاكټر علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علي جناح نن هم د اولس په زړونو كښې ژوندي دي۔ ده ووئيل د دې قامي شخصياتو سوچ او عمل به خپلول وي۔ ده ووئيل ډاكټر علامه محمد اقبال انساني اقدارو سره د مينې او قربانۍ او ورورولۍ درس وركړے۔ ده ووئيل د اقبال اكېډمۍ علمي او تحقيقي كار يو ځل بيا بحال او تېز كړے شوے۔ د ډاكټر علامه محمد اقبال د څو كتابونو د اشاعت پرېكړه هم شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ماته په دې افسوس شوے چې د پاكستاني قامي سرود خالق نوموړي شاعر حفيظ جالندھري مزار ډېر كمزوري حالت كښې دے د دې مزار د رنګ روغن او مرمت له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده وئيل قامي شخصياتو او ورثې ته د پام لرنې اختيارات يو ځل بيا د وفاقي حكومت تحويل ته راړولو له هڅې روانې دي ولې چې په دې لړ كښې نريوالې لوظنامې وفاقي حكومت كوي۔

مزید خبریں