عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي

اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ سياستمدار بايد د يو بل د دريځ او عزت نفس خيال وساتي۔ پارلمان د ټولو مسئلو حل له يو غوره فورم دے۔ خېبر پختونخوا كښې …

اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ سياستمدار بايد د يو بل د دريځ او عزت نفس خيال وساتي۔ پارلمان د ټولو مسئلو حل له يو غوره فورم دے۔ خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير په پاكستان مسلم ليګ (ن) د بډو تورونه مسترد كولو سره ووئيل په ټولو صوبو كښې د بېلو ګوندونو حكومتونه دي او دا يو عام تاثر دے چې د خېبر پختونخوا حكومت تر ټولو زيات كرپټ دے۔ مونږ له دا پرېكړه د كال 2018ء په ټول ټاكنو كښې په اولس پرېښودل پكار دي۔ اولس به دا پرېكړه وكړي چې كار چا كړې او بډو كښې ككړ څوك وو۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔

مزید خبریں